نائب وزيراعظم سينيټر محمد اسحاق ډار سره پاكستان كښې د امريكې ناظم الامور ملاقات

اسلام آباد 09 اكتوبر(اے پي پي)نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار سره د امريكې ناظم الامور نټالي بيكر د زيارت په ورځ ملاقات كړے ۔د خارجه دفتر وياند لخوا جاري شوي بيان له مخې نائب وزيراعظم اوسني اعلٰی كچ تبادلو پشمول نيويارك او واشنګټن كښې د خبرو اترو د لارې پاكستان او د امريكې ترميڼځه د اړيكو په مثبت رفتار د اطمينان څرګندونه وكړه ۔ده مينځني ختيز …

اسلام آباد 09 اكتوبر(اے پي پي)نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار سره د امريكې ناظم الامور نټالي بيكر د زيارت په ورځ ملاقات كړے ۔د خارجه دفتر وياند لخوا جاري شوي بيان له مخې نائب وزيراعظم اوسني اعلٰی كچ تبادلو پشمول نيويارك او واشنګټن كښې د خبرو اترو د لارې پاكستان او د امريكې ترميڼځه د اړيكو په مثبت رفتار د اطمينان څرګندونه وكړه ۔ده مينځني ختيز او په پراخه منطقه كښې امن او استحكام ته ودې وركولو هڅو كښې د پاكستان د پرله پسې شموليت ذكر وكړو۔نائب وزيراعظم او خارجه وزير د پاكستان لخوا بېلو څانګو كښې د دوه اړخيزه مرستې لا زياتولو خواهش ھم څرګند كړو ۔د امريكې ناظم الامور د امريكې كمپنو د پاكستان توان٬مهمو معدنيات او آئي ټي په څانګو كښې سرمايه كارۍ كښې د بشپړه خوښۍ لرلو نه خبر كړو۔

مزید خبریں