د پي ټي آئي شرخوښې ډله د ترهګرو سهولت كار ده٬ په هېواد كښې عدم استحكام رامخې ته كوٶنكي د رعايت مستحق نه دي۔ وفاقي وزير عطاء تارړ

اسلام آباد 09 اکتوبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء تارړ وئيلي دي په زندان دننه كس په دور كښې د ترهګرو په بېرته راوستلو هېواد ته زيان رسولے شوے٬ د پي ټي آئي شرخوښې ډله د ترهګرو سهولت كاره ده، په بې ګناه وګړو بريد كوٶنكې او جوماتونه او سكولونه په نخښه كوٶنكي د رعايت مستحق نه دي، په هېواد كښې عدم استحکام پېدا كوٶنكي …

اسلام آباد 09 اکتوبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء تارړ وئيلي دي په زندان دننه كس په دور كښې د ترهګرو په بېرته راوستلو هېواد ته زيان رسولے شوے٬ د پي ټي آئي شرخوښې ډله د ترهګرو سهولت كاره ده، په بې ګناه وګړو بريد كوٶنكې او جوماتونه او سكولونه په نخښه كوٶنكي د رعايت مستحق نه دي، په هېواد كښې عدم استحکام پېدا كوٶنكي عناصر به كاميابۍ له نه وركوٶ٬ علي امين ګنډا پور د ترهګرو په بشپړ سهولت كارۍ نه كولو لرې كړے شو۔ د زيارت په ورځ د اطلاعات او د خېبر پښتونخوا چارو لپاره د وزيراعظم کوآرډينيټر اختيار ولي خان سره په ګډه ميډيا سره په خبرو كښې وفاقي وزير عطاء تارړ ووئيل وزيراعظم شهباز شريف او فيلډ مارشل سيد عاصم منير د شهيدانو په جنازو كښې شريك شوي٬ په اورکزئۍ كښې د شهيد شوي کرنل جنېد، ميجر طيب، په ډيره اسماعيل خان كښې د شهيد شوي ميجر سبطين او نورو ځوانانو قربانۍ به په زرينو ټكو ليكلې شي۔ دوي په مورني هېواد ځانونه قربان كړل او د دوي كورنۍ د وياړ څرګندونه كوي او د دې جذبې څرګندونه كوي چې زمونږ زلمو په هېواد ځان قربانۍ كړو۔ وفاقي وزير ووئيل تر څو چې داسې مېړنې ځوانان چې په خاوره ځان شندي موجود وي څوك به زمونږ هېواد ته په كږه ونه كتلې شي، دا ھغه شخصيات دي چې ماشومان ئې يتمان شول او دا مېړنې افسران او ځوانان په وطن ځان قربانوي دغسې چې مونږ پخپلو كورونو كښې په قلاره اوده شوو او زمونږ كورنۍ محفوظې پاتې شي٬ ده ووئېل كله چې د يوې كونډې يا د يو شهيد مور يا پلار سره خبره كېږي نو د ھغوي د اطمينان څرګندونه د ليدو جوګه وي او ھغوي په شهادت د الله پاك شكر ادا كوي۔ ده ووئيل په دې وروستيو كښې مېجر عدنان د خپل ملګري په بچ كولو عظيمه قرباني وركړه٬ دا ھغه قېصۍ دي چې تر قيامته به ژوندۍ وي۔ وفاقي وزير ووئيل په هېواد كښې يو شرخوښے ټولګے موجود دے كوم چې د هېواد سوله ثبات ړنګول غواړي، د چا ماضي چې هم دا ؤ ٬ كله چې د دوي حكومت ٶ نو دوي نيشنل ايکشن پلان ختم كړے ٶ۔ وفاقي وزير ووئيل آپريشن ضرب عضب او آپريشن رد الفساد كښې مونږ كاميابۍ ترلاسه كړې٬ ترهګر مو په شا تنبولي وو او لوي څښتن په هېواد كښې امن راوستلو۔ ده ووئيل باني چيئرمين پي ټي آئي خپلو پخوانو مركو كښې وئيلي دي ترهه ګر ډېر ښه خلق دي٬ هغوي سره خبرې پكار دي ٬ هغوي بېرته راوستل او آبادول پكار دي او بلخوا دا عناصر په بازارونو، جوماتونو او تجارتي مركزونو كښې چاٶدنې كوي٬ سكولونه قدرې نه پرېږدي او بې ګناه وګړي وژني۔ د اطلاعات وزير عطاء تارړ ووئيل پاكستان د روژې په 27مه وجود موندلے ٬ دا د كلمه په نوم جوړ شوے هېواد دے دې به ان شاء الله تر قيامته قائم وي٬ يو موټے ترهګرو ته سهولت كاري په زندان كښې د بنديوان څخه ترلاسه كېږي څوك چې د ترهګرو چيف سپانسر دے ٬ د دې نه وړاندې هم خپل حكومت كښې هغه ترهګر په بېرته رابللو په سيټل ايرياز كښې آباد كړي وو ۔ ده ووئيل سهيل آفريدې د صوبې وزيراعلي نومولے شوے٬ باني چيئرمېن د علي امين ګنډا پور نه په دې خفه ٶ چې ھغه د ترهګرو سهولت كاري نشوه كولې٬ ده ورته وئيلي وٶ چې ته د ترهګرو سهولت كاري كوه او د هغوي په ضد كاروائۍ بندې كړه٬ كېدې شي چې علي امين ګنډا پور تر ھغه حده دا مشن ترسره نه كړے شو او باني چيئرمېن يو داسې كس رامخې ته كړو كوم چې د اشتهاري او بھګوړه مراد سعيد نزدې ملګرے دے او د ترهګرو په اړه هم زړه نرم لري۔ وفاقي وزير وئېل سهېل آفريدي دې لپاره رامخې ته كړے شو چې سهولت کارو ته بشپړ سپورت وركړے شي او هغوي ته فري هېنډ وركړے شي۔ وفاقي وزير ووئيل د پاکستان سکيورټي پاليسي الحمد الله په اسلام آباد كښې جوړېږي او بيا به هم جوړېږي، تحريک انصاف غواړي چې امنيتي پاليسۍ په كابل كښې جوړې شي ٬ د دې بېخي اجازه نشته۔ ده ووئيل دوي هېواد ته ډېر زيان رسولېے دے٬ د تېرو 12 كالو راهسې په خېبر پښتونخوا كښې د پي ټي آئي حکومت دے او هلته ترهګري بام ته رسېدلې۔ ده ووئيل د پاك پوځ ځوانان د ترهګرو او اولس ترمېنځه بنيان مرصوص جوړ شوي ٬ د پاك پوځ د قربانيو په نتيجه كښې د ترهګرو لاره نيولې كېږي۔ ده ووئيل دا شر خوښي د سهېل آفريدي د لارې سهولت كاري٬ په كورونو كښې هغوي ته پناه وركول او سهولتونه رسول غواړي٬ په سهېل آفريدي دومره مقدمې دي چې ھغه يو مجرمانه ذهنيت لرونكے دے۔ ده ووئيل د پاك پوځ قربانۍ به زرينو ټكو ليكلې شي مونږ خپلو شهيدانو ته سلام كوٶ، ھغوي نن هم ترهګر پخپلو ناوړه مقاصدو كښې كاميابۍ ته نه پرېږدي او پخپله وېنه دا تاريخ ليكي٬ دا قربانيو لازواله داستان دے۔ وفاقي وزير ووئيل نن د لندن يو عدالت خپلې پرېكړه كښې شرخوښو ته په مخ څپړه وركړې ده٬ دا پاكستان د بيانيې او پاكستان ګټه ده او دې سره د پاكستان عزت زيات شوے۔ ده ووئيل د تحريك انصاف پلوي او شرخوښي عناصر چې چرته هم موجود دوي ذلت او رسوائي د دوي مقدر دے٬ د تحريك انصاف ايجنډا په نړيواله كچه په عدالتونو كښې هم پاتې راغلې ده او دوي رسوائۍ سره مخ شوي٬ كوم خلق چې د پاكستان ادارو٬ پوځ او په رياستي ادارو پسې خبرې كوي٬ ناسمې بيانيې وړاندې كوي او تورونه ئې لګول ھغه ټولې بيانيې ښخې كړې شوي٬ د اطلاعات وزير ووئيل اوس هېڅ جواز نه جوړېږي چې بهر څخه څوك د پاكستان په رياست بريد وكړي او د دې په ضد خبره وكړي٬ دا د شرخوښي ټولګي ماتې ده او ان شآء الله په هر مېدان كښې به دوي ماتې سره مخ كېږي۔ ده ووئيل دوي د بيانيې جنګ بېللے دے۔ ده ووئيل د ترهګرو په سهولت كارۍ كښې به دوي پاتې راځي او ماتي سره به مخ كېږي، اوس به په كوم مخ د نړۍ ګوټ ګوټ څخه شرخوښي د پاكستان رياست په ضد يا د پوځ په ضد خبرې كوي؟ دوي به د خپلو كړو سزا سره مخ كېږي٬ ده ووئيل څوك چې د پاكستان په ضد جنګېږي او پاكستان ته زيان رسول غواړي چا ته به د مخ ښودلو پاتې نشي۔

مزید خبریں