ټي ایل پي د غزہ مارچ لپاره نه د فساد او اړي ګړي خپرولو لپاره راوتل غوښتل ،ریاست او امنيتي ادارې به کوم هم ګوند له د سیاسي یا مذهبي انتشار اجازه ورنه كړي ، سینیټر طلال چوهدري

اسلام آباد۔09 اکتوبر(اے پي پي) كورنيو چارو وزیر مملکت سینیټر طلال چوهدري وئېلي دي ټي ایل پي د غزہ مارچ لپاره نه د فساد او اړي ګړي خپرولو لپاره راتلل غوښتل ،ریاست او امنيتي ادارې به كوم هم ګوند له د سیاسي یا مذهبي انتشار خپرولو اجازه ورنه كړي ، د داسې خلقو لپاره اسلام آباد نو ګو ایریا ده ، پنجاب او اسلام آباد نه د ټي ایل پي …

اسلام آباد۔09 اکتوبر(اے پي پي) كورنيو چارو وزیر مملکت سینیټر طلال چوهدري وئېلي دي ټي ایل پي د غزہ مارچ لپاره نه د فساد او اړي ګړي خپرولو لپاره راتلل غوښتل ،ریاست او امنيتي ادارې به كوم هم ګوند له د سیاسي یا مذهبي انتشار خپرولو اجازه ورنه كړي ، د داسې خلقو لپاره اسلام آباد نو ګو ایریا ده ، پنجاب او اسلام آباد نه د ټي ایل پي ګرفتار عهدیدار او کارکنانو څخه د شیشې ګولۍ، د ميخونو چوكې او مهلک کیمیکل تر لاسه شوي دي ، دا خلق پولیس او په امنيتي ادارو بريد لپاره راتلل ۔ ده د زيارت په ورځ وہ د پارلیمنټ هاوس نه بهر میډیا سره خبرې كولې ۔ وزیر مملکت ووئېل په داسې حالات كښې چې كله د اولس د هيلو له مخې د فلسطین شخړه هواري پلو روانه ده نو په اسلام آباد یا پاکستان كښې په اړي ګړي خپرولو دغه امن له مينځه د وړلو هڅه كېږي ۔ ده ووئېل شهباز شریف په پي ډي ایم حکومت او موجودہ حکومت کښې په هر فورم د غزہ معامله پورته كړې او د دغې هواري لپاره يې کلیدي کردار ادا کړے دے او نن چې كوم حالات ښه والي پلو روان دي په دې كښې هم د پاکستان کلیدي کردار دے ۔ ده ووئېل حکومت په اسلام آباد كښې احتجاج لپاره يو قانون جوړ كړے او څه ایس او پیز دي چې پرې عمل کول لازمي دے ، نن هم جماعت اسلامي په اسلام آباد كښې يوه دستوره كړې ٬ د هغې لپاره په رسمي توګه د حکومت نه اجازه اغستلې شوې وه ، ده ووئېبل ټي ایل پي دې اووائي چې هغوي د احتجاج لپاره د حکومت نه اجازه اغستې یا په كوم ایس او پیز يې عمل درآمد کړے دے ۔ ده ووئېل د پنجاب او وفاق حكومتونو سره ویډیوز موجود دي چې پكښې د ټي ایل پي عهدیدار او کارکنان پولیس او په سکیورټي ادارو د وړاندې نه بريد كوونكې ښكاري ۔ ده ووئېل د دې احتجاج په جامه كښې فسادات كښې د شوو ټولو زيانونو ذمه وار د ټي ایل پی مشر او عهدیداران به وي ۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې طلال چوهدري ووئېل د بده مرغه په ماضي كښې د ټي ایل پي د احتجاج په مهال د شهیدو شوو او شدید ژوبل شوو پولیس افسرانو و ملازمین په مقدمو كښې نومولے شوو تورونو ته سزاګانې مېلاو نشوې خو اوس وزارت او ریاست پرېكړه كړې چې په دغه مقدمو كښې د ټي ایل پي نامزد كسان ونيولے شي او د عدالتونو د لارې به د سزاګانو څخه تېرولې شي ٬ ډغسې چې بيا څوك په سکیورټي ادارو بريد ونه كړي ۔ يوې پوښتنې چې د ټي ایل پي مشر سره وي ایټ ګاډې د چرته نه راغلو؟ په ځواب كښې ده ووئېل د اسلام آباد پولیس د کومې هم غیر قانوني او غیر آئیني ډلې مقابلې له چمتو دي۔

مزید خبریں