پېښور 09 اكتوبر(اے پي پي) د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي د ډي آئي خان په درابڼ سيمه كښې د ترهه ګرو په ضد آپرېشن كښې د هند د 7 ملاتړ لرونكو ترهه ګرو په وژلو امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كړې دي ۔د پېښور ګورنر هاؤس وياند له مخې ګورنر د ډزو په تبادله كښې د ميجر سبطين حېدر په شهادت د عقيدت څرګندونې وړاندې كولو سره د شهيد …
د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي امنيتي ځواكونو ته آپرېشن كښې د ترهه ګرو په وژلو پيرزوئنې وړاندې كړې

مزید خبریں
پېښور 09 اكتوبر(اے پي پي) د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي د ډي آئي خان په درابڼ سيمه كښې د ترهه ګرو په ضد آپرېشن كښې د هند د 7 ملاتړ لرونكو ترهه ګرو په وژلو امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كړې دي ۔د پېښور ګورنر هاؤس وياند له مخې ګورنر د ډزو په تبادله كښې د ميجر سبطين حېدر په شهادت د عقيدت څرګندونې وړاندې كولو سره د شهيد ميجر غم جنې كورنۍ سره غمرازي او د يو والي څرګندونه وكړه۔ده د شهيد ميجر لوړو درجو او غم جنې كورنۍ لپاره د زغم دعا وكړه۔ګورنر ووئيل د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د وسله والو ځواكونو قربانۍ لازواله داستان دے٬د خېبرپښتونخوا اولس د ترهه ګرۍ بشپړه خاتمې لپاره د خپلو وسله والو ځواكونو سره يو دے٬د هېواد او قام لپاره قيمتي ځانونه قربانوونكي شهيدان زمونږ وياړ دے۔










