د وزيراعظم شهباز شريف د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ كښې د وېنا وېډيو په يو اېن يوټيوب چينل د ګردې نړۍ په مشرانو كښې تر ټولو زياته كتلې شوې٬ د ډونلډ ټرمپ ويډيو په دوېم لمبر راغلې

ملګري ملتونه 09 اکتوبر (اے پي پي) د وزيراعظم شهباز شريف د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ كښې د وېنا وېډيو په يو اېن يوټيوب چينل د ګردې نړۍ په مشرانو كښې تر ټولو زياته كتلې شوې وېډيو ګرځولې شوې ، كومه چې په 26 ستمبر په يوټيوب د اپ لوډ كېدو نه وروستو تر اوسه 13 لکه (1.3 ملين) څخه زياتو خلقو كتلې ده ٬ په دوېم لمبر د …

ملګري ملتونه 09 اکتوبر (اے پي پي) د وزيراعظم شهباز شريف د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ كښې د وېنا وېډيو په يو اېن يوټيوب چينل د ګردې نړۍ په مشرانو كښې تر ټولو زياته كتلې شوې وېډيو ګرځولې شوې ، كومه چې په 26 ستمبر په يوټيوب د اپ لوډ كېدو نه وروستو تر اوسه 13 لکه (1.3 ملين) څخه زياتو خلقو كتلې ده ٬ په دوېم لمبر د ډونلډ ټرمپ په 23 ستمبر عمومي اسمبلۍ ته وېنا ده كومه چې 4 لكه 58 زره ځل كتلې شوې ده ٬ په درېم لمبر د تھائي لينډ د خارجه وزير سهاسك فوانګ کيت کيو وېنا ده كومه چې د 27 ستمبر نه وروستو 2 لكه 77 زره ځل كتلې شوې۔ وزيراعظم شهباز شريف خپلې وېنا كښې د هند غېر قانوني تسلط لاندې د جمو و كشمير مسئلې، د غزه په صورتحال، ماحولياتي بدلون او په نړيوال معاشي بحران خبره كړې۔ ده دا چارې د يو داسې پېچلې او د چيلنجنګ نړيوالې منظرنامې برخه ګرځولي كومې چې د زياتېدونكو شخړو٬ د نړيوال قوانين څخه سرغړونې او ماحولياتي عدم استحکام سره مخ دي۔ د پاکستان وزيراعظم په غزه كښې د اسرائيلي جارحيت سخته غندنه كړې او د سمدستي او مستقل جنګ بندۍ ئې مطالبه كړې۔ ده اسرائيلي کارروائۍ د ” بې ګناه اولس منظم قتلِ عام” او د “نړۍ په ضمير داغ” ګرځولے۔ ده د كال 1967 نه وړاندې په پوله اډانه د دوه رياستي حل ملاتړ وكړو چې پكښې ختيز بيت المقدس د آزاد فلسطيني رياست پايه تخت وګرځولې شي۔ وزيراعظم شهباز شريف په مسئله کشمير د پاکستان د مؤقف پخلي كولو سره د سلامتي كونسل قراردادونو له مخې کشميريانو ته د خپلواكۍ حق وركولو په ضرورت زور راوړو۔ ده په هند د غېر قانوني او د يو اړخيزه اقدامات تور ولګولو كوم چې په منطقه كښې تاٶ تريخوالې زياتوي۔

مزید خبریں