کراچۍ 09 اکتوبر (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي د پاکستان تل پاتې پرمختګ باوري كولو لپاره اجتماعي وژن، د قيادت استحکام او انتظامي پوهې ته اړتيا ده٬ موجوده دور د هېواد څلورم ټيك آف لپاره يوه مهمه لمحه ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د منيجمنټ ايسوسي ايشن آف پاکستان (اېم اے پي) "ليډنګ چينج: فرام وژن …
د پاکستان تل پاتې پرمختګ باوري كولو لپاره اجتماعي وژن، د قيادت استحکام او انتظامي پوهې ته اړتيا ده۔ وفاقي وزير احسن اقبال

مزید خبریں
کراچۍ 09 اکتوبر (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي د پاکستان تل پاتې پرمختګ باوري كولو لپاره اجتماعي وژن، د قيادت استحکام او انتظامي پوهې ته اړتيا ده٬ موجوده دور د هېواد څلورم ټيك آف لپاره يوه مهمه لمحه ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د منيجمنټ ايسوسي ايشن آف پاکستان (اېم اے پي) “ليډنګ چينج: فرام وژن ټو ايکسي لينس” په سرخط كلن كنفرنس په مهال كړې۔ ده ووئيل د پاکستان آزادۍ نه وروستو د پرمختګ درې لويې پړاٶنه يا د ټيك آف تجربه شوې ده٬ وړومبۍ د هېواد د تخليق ، دوېمه د 1990 د لسيزې په پېل كښې د معاشي لبرلائزيشن په مهال او درېمه د 2013 نه تر 2018 كله چې د توان په كمي قابو وموندلے شو او سي پېك پېل شو٬ اوس مونږ د څلورم ټېك آف په چوكاټ ولاړيو۔ ده ووئيل اوس پاكستان د يو مسابقتي، كوټلي او د باور وړ هېواد جوړېدو موقع لري ٬ د وژن نه كاميابۍ پلو د تګ په ضرورت رڼا اچولو سره ده ووئيل اتومي پروګرام څخه ډېر څه زده كېدې شي۔ ده ووئيل دا پروګرام مشترکه مقصد، قائدانه استحکام، ميرټ، انساني وسائلو كښې سرمايه کارۍ، مناسب وسائل او د فعاله خپلواكۍ په سبب كامياب شوے۔ ده سعودي عرب، چين، امريکا ، اروپائي ائتلاف او خليج او د مېنځنۍ آسياء په څېر سيمه ايز بلاكس سره د پاكستان د قوي شراکت دارۍ حواله هم وركړه۔ ده د حكومت د قامي بحالۍ منصوبې اړان پاکستان خاکه هم وړاندې كړه كومه چې په پنځو ستنو برآمدات، اي پاکستان، ايکوټي او اختيار لرلو ، ماحوليات و د خوراك حفاظت، او د توان او انفراسټرکچر باندې مشتمله ده ۔ د خپلې وېنا په پائې كښې وفاقي وزير احسن اقبال قائداعظم د محمد علي جناح د ايمان، اتحاد، نظم و ضبط په نصب العين زور راٶړلو سره ووئيل دا اصول د پاكستان پرمختګ لپاره ضروري دي۔










