پينډي 09 اكتوبر(اے پي پي)امنيتي ځواكونو د ډېره اسماعيل په درابڼ سيمه كښې په استخبارت اډانه كاروائي په مهال د هند ملاتړ لرونكي 7 ترهه ګر وژلي دي خو د سختو ډزو تبادلې په مهال ميجر سبطين حېدر به بهادرۍ سره د جنګ كولو په مهال شهيد شو۔د زيارت په ورځ د آئي اېس پي آر لخوا جاري شوي بيان له مخې د اكتوبر په 8مه نيټه امنيتي ځواكونو د …
امنيتي ځواكونو په ډېره اسماعيل خان كښې په استخبارات كاروائۍ٬ 7 ترهه ګر ووژل شول

مزید خبریں
پينډي 09 اكتوبر(اے پي پي)امنيتي ځواكونو د ډېره اسماعيل په درابڼ سيمه كښې په استخبارت اډانه كاروائي په مهال د هند ملاتړ لرونكي 7 ترهه ګر وژلي دي خو د سختو ډزو تبادلې په مهال ميجر سبطين حېدر به بهادرۍ سره د جنګ كولو په مهال شهيد شو۔د زيارت په ورځ د آئي اېس پي آر لخوا جاري شوي بيان له مخې د اكتوبر په 8مه نيټه امنيتي ځواكونو د هند پراكسي فتنه الخوارج سره تعلق لرونكو خوارج د موجودګۍ په اطلاع ډېره اسماعيل خان ضلع درابڼ سيمه كښې په استخبارت اډانه آپرېشن وكړو ۔د آپرېشن په مهال د پاك پوځ ځوانانو موثره كاروائي كښې 7 د هند ملاتړ لرونكي خوارج ووژل خو د سختو ډزو تبادلې په مهال د كوئټې سره تعلق لرونكے 30 كلن ميجر سبطين حېدر په مړانه جنګېدو كښې شهيد شو۔وژلے شوو خوراج څخه وسله او چاودېدونكي توكي هم برآمد شوي۔دغه ترهه ګر د امنيتي ځواكونو او قانون نافذ كوونكو ادارو په ضد د ترهه ګرۍ ګڼو كاروائيو سره سره د بې ګناه وګړو په وژلو كښې هم ككړ وو ۔په سيمه كښې د كوم هم خارجي موجودګۍ ختمولو لپاره سيني ټائزېشن آپرېشن روان دے۔د آئي اېس پي آر وينا ده امنيتي ځواكونه د هېواد څخه د هند اسپانسرډ ترهه ګرۍ لعنت ختمولو عزم لري او زمونږ مېړنو زامنو دا ډول قربانۍ زمونږ عزم لا قوي كوي۔










