پېنډۍ 09 اکتوبر (اے پي پي) د ډيره اسماعيل خان په درابن سيمه كښې د هند پراکسي فتنه الخوارجو په ضد په انټيلي جنس بيسډ آپريشن كښې د شهيد شوي مېجر سبطين حېدر د جنازې مونځ د پېنډۍ په چکلاله ګيريژن كښې ادا كړے شوے۔ وزيراعظم شهباز شريف، د پوځ سرلښكر فيلډ مارشل سيد عاصم منير، د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء تارړ، پوځي او سول افسرانو سره سره …
ډي آئي خان كښې د هند پراکسي فتنه الخوارجو په ضد عملياتو كښې د شهيد شوي ميجر سبطين حيدر د جنازې مونځ د پېنډۍ په چکلاله ګيريژن كښې ادا كړے شو۔ آئي ايس پي آر

مزید خبریں
پېنډۍ 09 اکتوبر (اے پي پي) د ډيره اسماعيل خان په درابن سيمه كښې د هند پراکسي فتنه الخوارجو په ضد په انټيلي جنس بيسډ آپريشن كښې د شهيد شوي مېجر سبطين حېدر د جنازې مونځ د پېنډۍ په چکلاله ګيريژن كښې ادا كړے شوے۔ وزيراعظم شهباز شريف، د پوځ سرلښكر فيلډ مارشل سيد عاصم منير، د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء تارړ، پوځي او سول افسرانو سره سره ځائي وګرو په لويه شمېره د شهيد په جنازه كښې ګډون كړے۔ د زيارت په ورځ د آئي اېس پي آر لخوا د جاري بيان له مخې شهيد مېجر سبطين حېدر د 30 كالو ٶ او د كوئټه اوسېدونكے ٶ۔ وزيراعظم شهباز شريف مېجر سبطين حېدر شهيد ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره د دې عزم څرګندونه وكړه چې د فتنه الخوارج يا كوم بل غلط نظريات لرونكې ډله به كاميابۍ له نه وركوٶ، زمونږ د شهيدانو وينه د اړي ګړي خپرونكې هر اېجنټ ته د ماتې وركولو او د پاکستان د خپلواكۍ تحفظ عزم ته وده وركوي۔ شهيد به د بشپړ پوځي اعزاز سره خپل كلي كښې خاورو ته سپارلے شي۔










