اسلام آباد 08 اکتوبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم او وزير خارجه سينيټر اسحاق ډار سره د سعودي پاکستان مشترکه بزنس کونسل (جے بي سي) چيئرمين شهزاده منصور بن محمد آل سعود سره په خبرو كښې ووئيل د پاکستان او سعودي عرب ترمېنځه اقتصادي اړيكې په تندۍ سره وده كوي او د دواړو هېوادونو ترمېنځه د سرمايه كارۍ او تجارت پراخه موقعې موجود دي۔ د شورو په ورځ د خارجه …
نائب وزيراعظم او وزير خارجه سينيټر اسحاق ډار سره د سعودي پاکستان مشترکه بزنس کونسل چيئرمين شهزاده منصور بن محمد آل سعود وليدل

مزید خبریں
اسلام آباد 08 اکتوبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم او وزير خارجه سينيټر اسحاق ډار سره د سعودي پاکستان مشترکه بزنس کونسل (جے بي سي) چيئرمين شهزاده منصور بن محمد آل سعود سره په خبرو كښې ووئيل د پاکستان او سعودي عرب ترمېنځه اقتصادي اړيكې په تندۍ سره وده كوي او د دواړو هېوادونو ترمېنځه د سرمايه كارۍ او تجارت پراخه موقعې موجود دي۔ د شورو په ورځ د خارجه دفتر لخوا د جاري بيان له مخې د سعودي پاکستان مشترکه بزنس کونسل (جے بي سي) چيئرمېن شهزاده منصور بن محمد آل سعود نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار سره ليدلي څوك چې د لوړې كچې سعودي كاروباري پلاوي سره د پاکستان په دوره راغلے۔ نائب وزيراعظم د دواړو وروڼو هېوادونو ترمېنځه په زياتې شوې اقتصادي مرسته د اطمينان څرګندونې كولو سره ووئيل د پاكستان حکومت د سعودي سرمايه کارو ته هر ډول ممكنه سهولت وركولو لپاره عزم لري۔ ده د پاکستان د سرمايه كارۍ سازګار ماحول او د غېر ملکي سرمايه کاري په امکانات هم رڼا واچوله۔ شهزاده منصور بن محمد آل سعود په دې موقع د سعودي-پاك مشترکه بزنس کونسل د کاميابو ستائنې كولو سره ووئيل دا د نړۍ په زيات كامياب بزنس کونسلز كښې يو دے۔ ده د دواړو هېوادونو ترمېنځه د اقتصادي اړيكو لا مستحكمولو لپاره د عزم پخلے وكړو۔ دواړو ډلو مشترکه خوشحالۍ او پرمختګ لپاره د اقتصادي مرستې په لا وده هم اتفاق وكړو۔










