اسلام آباد 08 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي د سعودي ولي عهد او وزيراعظم شهزاده محمد بن سلمان په مشرۍ كښې د سعودي عرب چې د پرمختګ كوم مثال جوړ كړے ھغه نړۍ لپاره د تقليد وړ دے، د پاکستان او سعودي عرب ترمېنځه اوسنۍ مشتركه دفاعي لوطنامه به د دواړو هېوادونو اقتصادي، تزويراتي، دفاعي او تجارتي اړيكو ته لا وده وركړي ۔ ده دا خبرې …
د پاکستان او سعودي عرب ترمېنځه اوسنۍ مشتركه دفاعي لوطنامه به د دواړو هېوادونو اقتصادي، تزويراتي، دفاعي او تجارتي اړيكو ته لا وده وركړي۔ د وزيراعظم شهباز شريف د سعودي شوري کونسل چيئرمېن ډاکټر عبدالله بن محمد بن ابراهيم الشېخ سره ملاقات كښې خبرې

مزید خبریں
اسلام آباد 08 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي د سعودي ولي عهد او وزيراعظم شهزاده محمد بن سلمان په مشرۍ كښې د سعودي عرب چې د پرمختګ كوم مثال جوړ كړے ھغه نړۍ لپاره د تقليد وړ دے، د پاکستان او سعودي عرب ترمېنځه اوسنۍ مشتركه دفاعي لوطنامه به د دواړو هېوادونو اقتصادي، تزويراتي، دفاعي او تجارتي اړيكو ته لا وده وركړي ۔ ده دا خبرې د سعودي شوري کونسل چيئرمېن ډاکټر عبدالله بن محمد بن ابراهيم الشېخ په مشرۍ كښې پلاوي سره كړې چا چې د شورو په ورځ دوي سره ليدلي٬ نائب وزيراعظم او وزير خارجه سينيټر اسحاق ډار، سپيکر سردار اياز صادق، سردار يوسف او اړوند چارواكي هم په دې موقع موجود وو۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم د پلاوي د پاكستان دورې هركلي كولو سره ډاکټر عبدالله بن محمد بن ابراهيم الشېخ سره په رياض او جده كښې تېر ملاقاتونه خوشګوار وګرځول۔ وزيراعظم د سعودي فرمانروا خادم الحرمين شريفين شاه سلمان بن عبدالعزيز آل سعود لپاره د نېكو هيلو پېغام وړاندې وركړو او د هغوي صحت لپاره يې دعا وكړه ۔ وزيراعظم ووئيل د سعودي ولي عهد او وزيراعظم شهزاده محمد بن سلمان د سعودي عرب د پرمختګ وژن د ستائنې وړ دے٬ د هغوي په مشرۍ كښې سعودي عرب په هره څانګه كښې د كمال پرمختګ كړے كوم چې د نړۍ نورو هېوادونو لپاره د تقليد وړ مثال دے۔ هغه د اقتصادي او سماجي څانګو پرمختګ او د مېرمنو اختيار منې جوړولو لپاره مثالي اقدامات كړې دي۔ وزيراعظم ووېيل پاکستان سعودي عرب سره اوسنۍ مشترکه دفاعي لوظنامې ته په درنه سترګه ګوري، دا تړون به د دواړو هېوادونو ترمېنځه موجود اقتصادي، تزويراتي، دفاعي او تجارتي اړيكو ته لا وده وركړي۔ په دې موقع د سعودي شوري چيئرمين په غوره مېلمستيا د وزيراعظم مننه وكړه۔ هغه د پاکستان او سعودي عرب ترمېنځه اوسنې مشترکه دفاعي تړون ډېر مهم ګرځولو سره ووئيل دا لوظنامه د دواړو هېوادونو د اولسونو ترمېنځه اوږد مهاله د ورورولۍ اړيكو عكاسي كوي۔ هغه د دواړو هېوادونو ترمېنځه د پارلماني اړيكو د لا قوي كولو په اهميت زور راوړو٬ دغسې دواړو مشرانو د پاکستان او سعودي عرب ترمېنځه د پارلماني پلاويو د تبادلو په وده اتفاق وكړو۔










