اسلام آباد۔8اکتوبر (اے پي پي ) د پاکستان۔بحرین پارلیماني فرینډشپ ګروپ د پرانستې غونډه د شورو په ورځ د قامي اسمبلۍ غړې آسیه ناز تنولي په مشرۍ كښې وشوه۔ غونډه كښې د خارجه وزارت او د تجارت وزارت استازو تفصیلي بریفنګ وركړو ۔ غونډه كښې وفاقي وزیر رانا مبشر اقبال، چوهدري محمد شهباز بابر، ډاکټر مهیش کمار ملاني، حاجی رسول بخش چانډیو، پلین بلوچ او کرن عمران ډار (آن لائن …
د پاکستان۔بحرین پارلیماني فرینډ شپ ګروپ د پرانستې غونډه ، د دوه اړخيزه اړيكو پشمول بېلو څانګو كښې په مرستې تفصیلي خبرې

مزید خبریں
اسلام آباد۔8اکتوبر (اے پي پي ) د پاکستان۔بحرین پارلیماني فرینډشپ ګروپ د پرانستې غونډه د شورو په ورځ د قامي اسمبلۍ غړې آسیه ناز تنولي په مشرۍ كښې وشوه۔ غونډه كښې د خارجه وزارت او د تجارت وزارت استازو تفصیلي بریفنګ وركړو ۔ غونډه كښې وفاقي وزیر رانا مبشر اقبال، چوهدري محمد شهباز بابر، ډاکټر مهیش کمار ملاني، حاجی رسول بخش چانډیو، پلین بلوچ او کرن عمران ډار (آن لائن ) ګدون كولو ۔ د دې نه علاوہ بحرین كښې د پاکستان سفیر ثاقب روف هم غونډه كښې آن لائن ګډون وكړو ۔ غونډه كښې د پاکستان او بحرین تر مينځه د دوه اړخيزه اړيكو په موجودہ صورتحال، پارلیماني مرسته ، سفارتي روابطو او اقدامات، د خارجه پالیسۍ د پام لرنو، تجارت و سرمایه کارۍ په موخو او په پیښو چیلنجز تفصیلي خبرې وشوې ۔پارلیمانی فرینډشپ ګروپ بحرین كښې د پاکستان سفارتي مشن د خدمات ستائنې كولو سره د پارلیماني پلاوي د بحرېن دورہ كښې د موثره مرستې كولو مننه وكړه ۔وفاقي وزیر رانا مبشر اقبال په دې موقع ووئېل ګروپ له پكار دي چې هغه په خاص توګه زراعت او کاروباري څانګو كښې د نوې سرمایه کارۍ مواقعې په ګوته كړي او دې ته عملي شکل وركولو لپاره اقدامات وكړي ۔ کنوینر آسیه ناز تنولي د دې خواهش اظهار وكړو چې د پاکستان مشن د بحرین پارلیمان د هم منصب غړو سره د ورچوئل میټنګ اهتمام وکړي دغسې چې شرېكې مرسته ته وده وركړې شي۔










