اسلام آباد۔8اکتوبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزیر محسن نقوي وئبلې دي د 8 اکتوبر 2005 د زلزلې تباهۍ قام تر نن ورځې نه دې هېرې كړي ۔ په یومِ استقامت د قام حوصلې، قربانۍ او اتحاد ته پېرزوئنې وړاندې كوم ۔ د قومی یومِ استقامت په موقع خپل پېغام كښې داخله وزير ووئېل د 8 اکتوبر ورځ مونږ ته يادګيرنه كوي چې د طبعي آفتونو په وړاندې …
په یومِ استقامت د قام حوصلې ، قربانۍ او اتحاد ته پېرزوئنې وړاندې كوم ، محسن نقوي

مزید خبریں
اسلام آباد۔8اکتوبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزیر محسن نقوي وئبلې دي د 8 اکتوبر 2005 د زلزلې تباهۍ قام تر نن ورځې نه دې هېرې كړي ۔ په یومِ استقامت د قام حوصلې، قربانۍ او اتحاد ته پېرزوئنې وړاندې كوم ۔ د قومی یومِ استقامت په موقع خپل پېغام كښې داخله وزير ووئېل د 8 اکتوبر ورځ مونږ ته يادګيرنه كوي چې د طبعي آفتونو په وړاندې د حوصلې بېلولو په ځائے پاکستاني قام د صبر، همت او يو والي مظاهرہ وكړه ۔ ده ووئېل په دې المناکه پیښه كښې په زرګونو قیمتي ځانونه لاړل او په لاکھونو خلق بې كوره شول ، خو قام چې په كومه جذبه او اتحاد د مرستې په هلو ځلو كښې برخه واغستله ، هغه زمونږ د قامي تاریخ يو روښانه باب دے۔ محسن نقوي ووئېل زه د 8 اکتوبر په حق رسېدليو كسانو ته پېرزوئنې وړاندې كوم ، د چا قربانۍ چې مونږ ته د انسانیت، خدمت او ایثار درس راكوي ۔ ده د ریسکیو ادارو، د پاکستان پوځ ، سول سوسائټۍ او د نړيوالو مرستياله تنظیمونو مننه وكړه چا چې د ځپليو مرسته او بحالۍ كښې کلیدي کردار ادا کړو ۔










