کور کمانډر کنفرنس د هند د سول او عسکري قيادت د اوسنيو غېر ذمه واره ٬ د بې دليله او په راپارٶنك, بيانونو د تشويش څرګندونه وكړه ٬ د هند د هر ډول جارحيت د سمدستي او پرېكنده ځواب وركولو لوظ

پېنډۍ 08 اکتوبر (اے پي پي) کور کمانډر کنفرنس د هند د سول او عسکري قيادت د اوسنيو غېر ذمه واره ٬ بې دليله او په راپارٶنكو بيانونو د تشويش څرګندونې كولو سره د هند د هر ډول جارحيت د سمدستي او پرېكنده ځواب وركولو لوظ كړے دے۔ د شورو په ورځ د آئي اېس پي آر لخوا د جاري بيان له مخې چيف آف آرمي سټاف فيلډ مارشل سيد …

پېنډۍ 08 اکتوبر (اے پي پي) کور کمانډر کنفرنس د هند د سول او عسکري قيادت د اوسنيو غېر ذمه واره ٬ بې دليله او په راپارٶنكو بيانونو د تشويش څرګندونې كولو سره د هند د هر ډول جارحيت د سمدستي او پرېكنده ځواب وركولو لوظ كړے دے۔ د شورو په ورځ د آئي اېس پي آر لخوا د جاري بيان له مخې چيف آف آرمي سټاف فيلډ مارشل سيد عاصم منير په جي اېچ كيو كښې د كوركمانډر د 272م كنفرنس مشري كړې٬ د كنفرنس په پېل كښې د هندي ترهګرو د پراكسيز د لارې د ترهګرۍ په شوو بريدونو كښې د شهيدانو لپاره لاس نيوه وشوه ٬ فيلډ مارشل د غېر ملکي سپانسرډ پراكسيز په ضد جنګ او د اوسني سېلاب نه وروستو د سول انتظاميه او د قانون نافذ كوٶنكو نورو ادارو سره په ګده په پراخه كچه د ريليف او رېسكيو آپريشنز په مهال د پاك پوځ د جذبې او عزم ستائنه وكړه٬ کنفرنس د ترهګرۍ مخنيوي د جاري كارروائيو، د رامخې ته شوو خطرو او د آپريشنل تيارو يو جامع جاج واغست۔ فورم د دې خبرې توثيق وكړو چې پاك پوځ پخپل ټول ډومينز كښې د پاکستان د دښمنانو ناوړه عزائم ناكامه كولو لپاره چمتو دے۔ سياسي سرپرستي سره د ترهګرۍ او د جرائمو ترمېنځه موجوده ګټھ جوړ د رياست مفادات او د اولس سلامتيا ته سخت زيان رسوي، كوم چې به نور روان پاتې كېدو ته نه پرېږدو، كه هر څه هم كېږي۔ فورم د هند د سول او عسکري قيادت د اوسنيو غېر ذمه واره ٬ د بې دليله او په راپارٶنكې بيانونو د تشويش څرګندونې كولو سره ووئيل دا ډول بيانونه سياسي ګټې لپاره جنګي جنون ته د هوا وركولو د هند د معروف رجحان له مخې دي ۔ ګډون كوٶنكي په دې خبره سلاح شول چې غېر ضروري جنګي بيان بازۍ څخه تاٶ تريخوالي كښې د اضافې امكان دے كومې څخه چې سيمه ايز امن او سلامتيا ته خطر دے۔ فورم د هند د هر ډول جارحيت په سمدستي توګه او د پرېكنده ځواب وركولو لوظ وكړو٬ كوم څخه به چې د جغرافيه نه تر لاسه كېدونكے د هند د متعلقه تحفظ په اړه كوم هم تصور مات كړے شي او كوم هم خيالي او نارمل به په سمدستي ځوابي غبرګون د نوي معمول سره پورا كړے شي۔ ګډون كوٶنكو د فتنة الخوارج او د فتنه الهند په څېر د هند سپانسرډ ترهګرو د پراکسيز نيټ ورکس ختمولو لپاره ټول ډومينز كښې د ترهګرۍ جامع كارروائۍ جاري ساتلو لپاره د عزم څړګندونه وكړه۔ د کنفرنس ګډون كوٶنكو د پاکستان په دې وروستيو كښې د لوړې كچې سفارتي مصروفيات اهميت تسليم كړو او د نړيوال او سيمه ايز امن د عزم يې پخلے وكړو۔ فورم د پاکستان او سعودي عرب ترمېنځه د تاريخي ستراتېژك شريكې دفاعي لوظنامې هركلے وكړو، چې مقصد ئې د هر ډول بهرني جارحيت په مشتركه توګه ځواب وركولو لپاره ستراتېژك اړيكې مضبوطول او د ملټي ډومين مرسته زياتول دي٬ دا تړون د مشتركه اقدارو، شريك احترام او مېنځني ختيز او د سوئيلي آسياء منطقو كښې امن او سلامتيا لپاره په مشتركه وژن زور راوړي۔ فورم د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د اړوندو قراردادونو له مخئ د کشميريانو د خپلواكۍ حق لپاره د دوي جائز هلو ځلو لپاره د پاكستان نه سمجھوته كونكې ملاتړ پخلے وكړو٬ فورم د فلسطين کاز لپاره د پاکستان د غېر متزلزل ملاتړ هم پخلے وكړو او زر جنګ بندۍ او د غزه تر اولس د بشري مرستې رسنې لپاره ېې د اميد څرګندونه وكړه۔ فورم د فلسطين په مسئله د پاکستان د اصولي موقف پخلے وكړو او د يو آزاد فلسطيني رياست سره د دوه رياستي حل لپاره يې د ملاتړ څرګندونه وكړه كوم چې د كال 1967 نه په وړاندې پولو مشتمل وي او القدس الشريف يې پايه تخت وي۔ سيد عاصم منير کمانډرز ته آپريشنل تيارۍ، نظم و ضبط، فزيكل فټنس، جدت او د ردعمل اعليٰ معيارونو باوري كولو امر وكړو۔ ده د روايتي او ذيلي روايتي څخه تر هائبرډ او غېر متناسب خطرو مقابلې لپاره د پاك پوځ په آپريشنل چتوالي د باور څرګندونه وكړه۔

مزید خبریں