د اطلاعات او خپرونو وفاقي پارليماني سېكرټري بيرسټر دانيال چوهدري په بينظير بهټو هسپتال كښې د 30 كټونو د نوې وارډ پرانسته وكړه

پېنډي 08 اکتوبر(اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي پارليماني سېكرټري بيرسټر دانيال چوهدري وئېلي دي كله چې هم مسلم ليګ(ن)هېواد په ناسمه حالت كښې تر لاسه كړے٬ګوند د هغې د ډېر ښه كولو هر ډول ممكن هڅې كړی٬نن بينظيربهټو روغتون كښې د زړه د رنځورانو لپاره نوې كارډيك وارډ جوړول د دې خبرې ثبوت دے چې د پنجاب اعلٰی وزيره مريم نواز شريف او د هغې ډلې اولس …

پېنډي 08 اکتوبر(اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي پارليماني سېكرټري بيرسټر دانيال چوهدري وئېلي دي كله چې هم مسلم ليګ(ن)هېواد په ناسمه حالت كښې تر لاسه كړے٬ګوند د هغې د ډېر ښه كولو هر ډول ممكن هڅې كړی٬نن بينظيربهټو روغتون كښې د زړه د رنځورانو لپاره نوې كارډيك وارډ جوړول د دې خبرې ثبوت دے چې د پنجاب اعلٰی وزيره مريم نواز شريف او د هغې ډلې اولس ته د روغتيا ښه خذمات وركولو لپاره هڅې كوي۔د دې خيالاتو څرګندونه بيرسټر دانيال چوهدري د شورو په ورځ بينظير بهټو هسپتال كښې د زړه رنځورانو لپاره د 30 بيډز پشمول د نوې وارډ پرانستې په موقع ميډيا سره په خبرو كښې كړې۔ده ووئيل چې كله هم په هېواد كښې د كاركردګۍ جاج اخستلې كيږي نو د پنجاب حكومت تل تر ټولو وړاندې وي٬كه هغه د روغتيا څانګه وي٬ د روغتون انفراسټركچر٬د ودانۍ تعمير يا د صحت پروګرام٬مسلم ليګ(ن)تل د ښې كاركردګۍ څرګندونه كړی ده۔ده د روغتيا په خذمات كښې د لا ښه والي لپاره د هڅو د تسلسل پخلے وكړو ۔بيرسټر دانيال چوهدري نوې كارډيك وارډ د وګړو مهم ضرورت وګرځولو ۔ده ووئيل نه يوازې د پینډۍ خلقو بلكې د سوات٬خيبرپښتونخوا او آزاد جمو كشمير نورو سيمو رنځوران هم د زړه رنځ علاج لپاره پینډۍ انسټي ټيوټ يف كارډيالوجي او بنظير بهټو روغتون ته راځي ځكه چې دواړه روغتونونه د خپل ټول صلاحيت سره كار كوي۔ده د ډينګي وارډز جوړولو او روغتون ته آلات وركولو پشان په نورو اقداماتو هم رڼا واچوله

مزید خبریں