د آر ايل اين جي كورونو ته كنكشنز وركول پېل شول٬ په وړومبي كال د درې لكه كنكشنز هدف دے، نوے هيلپ لائن او د هرې ورځ په بنياد مانيټرنګ سسټم فعاله كړے شوے۔ د اېس اېن جي پي اېل اېم ډي

اسلام آباد 08 اكتوبر (اے پي پي) د سوئي نادرن ګيس لميټډ (اېس اېن جي پي اېل) منيجنګ ډائريكټر احمر طفيل وئيلي دي مونږ د آر اېل اېن جي ريزيډنشل كنكشن لپاره هوم ورك بشپړ كړے دے، د وزيراعظم د منظورۍ نه وروستو به د كنكشن لګولو عمل پېل كوٶ، په وړومبي كال د درې لكه او د دې نه پس په كلنه توګه د شپږ لكه كنكشن وركولو هدف …

اسلام آباد 08 اكتوبر (اے پي پي) د سوئي نادرن ګيس لميټډ (اېس اېن جي پي اېل) منيجنګ ډائريكټر احمر طفيل وئيلي دي مونږ د آر اېل اېن جي ريزيډنشل كنكشن لپاره هوم ورك بشپړ كړے دے، د وزيراعظم د منظورۍ نه وروستو به د كنكشن لګولو عمل پېل كوٶ، په وړومبي كال د درې لكه او د دې نه پس په كلنه توګه د شپږ لكه كنكشن وركولو هدف ټاكلے شوے ، د وړاندې نه د جمع شوو درخواستونو په ريګولر او ارجنټ كيټګري كښې د ګاز كنكشن وركوٶ، ارجنټ فيس 25 زره روپۍ، تر 10 مرلو د كور ريګولر فيس 21500 روپۍ، د 10 مرلو نه د زيات كور 23 زره روپۍ كنكشن فيس مقرر كړے شوے، د آر اېل اېن جي فليټ ريټ به 3200 روپۍ او د زيات پريشر 4100 روپۍ فليټ ريټ وي، د اېس اېن جي پي اېل د ډسټري بيوشن او ټرانسميشن زيان په مجموعي توګه 5 فيصد دے كوم چې د او جي ډي سي اېل او نريوال معيار له مخې دے۔ده دا خبرې د شورو په ورځ په اېس اېن جي پي اېل اسلام آباد كښې د پرېس كنفرنس په مهال كړې۔ په دې موقع د اېس اېن جي پي اېل اسلام آباد ريجن منېجر عدنان احمد، د ريګوليټري افيئرز جي اېم لياقت علي ، چيف آفيسر سيلز سهيل احمد سره سره نور چارواكي هم موجود وو۔ د دې نه وړاندې د اېس اېن جي پي اېل اېم ډي احمر طفيل د كسټمر كئير سينټر دوره هم وكړه او هلته يې د نوې كنكشنز لپاره د درخواستونو د جمع كېدو د عمل جاج هم واخست او وګړو څخه ېې د ادارې لخوا د سهولتونو په اړه پوښتنې وكړې۔ په دې موقع احمر طفيل ووئيل وزيراعظم شهباز شريف د 4 كالو راهسې د ګاز په كورني كنكشن لګولے شوے بنديز ختمولو سره د آر اېل اېن جي كنكشن لګولو منظوري وركړې ده او وفاقي كابينې هم د دې پرېكړې توثيق كړے دے۔ د سوئي نادرن ګيس لميټډ (اېس اېن جي پي اېل) منيجنګ ډائريكټر احمر طفيل ووئيل مونږ د آر اېل اېن جي ريزيډنشل كنكشن لپاره هوم ورك بشپړ كړے ، د وزيراعظم د منظورۍ نه وروستو به د كنكشن لګولو عمل پېل كوٶ، په وړومبي كال د درې لكه او د دې نه پس په كلنه توګه د شپږ لكه كنكشن وركولو هدف مقرر كړے شوے ، د وړاندې نه د جمع شوو درخواستونو به په ريګولر او ارجنټ كيټګري كښې د ګاز كنكشن وركوٶ، ارجنټ فيس 25 زره روپۍ، تر 10 مرلو د كور ريګولر فيس 21500 روپۍ، د 10 مرلو نه د زيات كور 23 زره روپۍ كنكشن فيس مقرر كړے شوے، د آر اېل اېن جي فليټ ريټ به 3200 روپۍ او د زيات پريشر 4100 روپۍ فليټ ريټ وي، د اېس اېن جي پي اېل د ډسټري بيوشن او ټرانسميشن زيان په مجموعي توګه 5 فيصد دے كوم چې د او جي ډي سي اېل او نريوال معيار له مخې دې۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د ماركيټ سلېنډر په نسبت د آر اېل اېن جي د كورني كنكشن بيعه 30 فيصد كمه ده٬ مونږ په هېڅ صورت د آر اېل اېن جي سوئي ګاز سره موازنه نشو كولې۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل كورنې ګاز زمونږ د ضرورتونو نه ډېر كم دے ۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د آر اېل اېن جي كنكسن به د ډي اېچ اے پشمول ګرد هېواد كښې ټولو قانوني هاٶسنګ سوسائټو، اربن او كليوالو سيمو كښې وركولې شي ٬ دې كښې به هېڅ تفريق نه وي٬ وړومبۍ راشئ وړومبې ترلاسه كړئ په بنياد به كنكشن وركولې شي۔

مزید خبریں