د اين ډي ايم اے د پيشګي آګاهۍ نظام نړيوال معيار ته رسېدلے٬ پاكستان د آفتونو مخه نيولو لپاره نيشنل ريسورس نيټ ورك جوړوي۔ د اېن ډي اېم اے چيئرمېن ليفټيننټ جنرل انعام حيدر ملك

اسلام آباد 08 اكتوبر (اے پي پي) د نيشنل ډيزاسټر منيجمنټ اتھارټۍ (اېن ډي اېم اے) چيئرمېن ليفټيننټ جنرل انعام حېدر ملك وئيلي دي د اين ډي ايم اے د پيشګي آګاهۍ نظام نړيوال معيار ته رسېدلے٬ پاكستان د آفتونو مخه نيولو لپاره نيشنل ريسورس نيټ ورك جوړوي۔ دا خبره ده د شورو په ورځ د ملي يوم استقامت په موقع خپل پېغام كښې كړې۔ په اېن ډي اېم اے …

اسلام آباد 08 اكتوبر (اے پي پي) د نيشنل ډيزاسټر منيجمنټ اتھارټۍ (اېن ډي اېم اے) چيئرمېن ليفټيننټ جنرل انعام حېدر ملك وئيلي دي د اين ډي ايم اے د پيشګي آګاهۍ نظام نړيوال معيار ته رسېدلے٬ پاكستان د آفتونو مخه نيولو لپاره نيشنل ريسورس نيټ ورك جوړوي۔ دا خبره ده د شورو په ورځ د ملي يوم استقامت په موقع خپل پېغام كښې كړې۔ په اېن ډي اېم اے كښې د نيشنل ريزيلئنس ډے مركزي دستوره شوې۔ ليفټيننټ جنرل انعام حيدر ملك ووئيل اتم اكتوبر مونږ ته د كال 2005 زلزله او نور افتونه رايادوي٬ د دې ورځ مقصد د افتونو مخه نيولو لپاره په قامي صلاحيت او عزم رڼا اچول دي۔ ده ووئيل د كال 2005 نه تر 2025 ټولو افتونو څخه تجربې زمونږ لارښودنه كوي۔ ده ټولو رضاكارو او ادارو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل د پاكستان قام په هر افت كښې د يووالي او مرستې جذبې څخه ثابت كړې ده چې مونږ يو مضبوط قام يوو۔ ده ووئيل وفاقي، صوبائي ادارې، پاك پوځ او نړيوالو ادارو سره په تماس كښې يو٬ پاكستان د آفتونو مخه نيولو لپاره نيشنل ريسورس نيټ ورك جوړوي۔ ده د افتونو پحقله د تجربو د تبادلو په ضرورت زور راوړو۔ په دې موقع د اېن ډي اېم اے چيئرمېن د پاك پوځ، فلاحي ادارو او د رضا كارو مننه وكړه۔ په دستوره كښې وزيرانو، پوهانو او د ژوند بېلو څانګو سره تعلق لرونو ګډون وكړو٬ د ملي يوم استقامت مقصد مضبوط او خوندي پاكستان پلو پېش قدمي ده۔

مزید خبریں