وفاقي وزير ډاکټر طارق فضل چوهدري د آزاد كشمير وزيراعظم د چوكۍ نه د اخوا كولو د خبرونو ترديد وكړو

اسلام آباد 08 اکتوبر (اے پي پي) پارلماني چارو لپاره وفاقي وزير ډاکټر طارق فضل چوهدري د آزاد كشمير وزيراعظم د چوكۍ نه د اخوا كولو د خبرونو ترديد كولو سره وئيلي دي د وزيراعظم په مشرۍ كښې په غونډه كښې داسې كومه پرېكړه نه دې شوې۔ د شورو په ورځ اے پي پي سره په خبرو كښې ده ووئيل د آزاد کشمير وزيراعظم د چوكۍ نه د لرې كولو …

اسلام آباد 08 اکتوبر (اے پي پي) پارلماني چارو لپاره وفاقي وزير ډاکټر طارق فضل چوهدري د آزاد كشمير وزيراعظم د چوكۍ نه د اخوا كولو د خبرونو ترديد كولو سره وئيلي دي د وزيراعظم په مشرۍ كښې په غونډه كښې داسې كومه پرېكړه نه دې شوې۔ د شورو په ورځ اے پي پي سره په خبرو كښې ده ووئيل د آزاد کشمير وزيراعظم د چوكۍ نه د لرې كولو او د هغوي د استعفيٰ خبرونه رښتيا نه دي۔ ده ووئيل په داسې يوه خبره هم بحث نه دې شوے او نه داسې كوم عمل روان دے۔ د دې نه وړاندې په ځېنې نجي ميډيا چينلز په دې لړ كښې خبرونه راغلي وو چې د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د آزاد کشمير په معامله د جوړې كړې كمېټۍ غړو په غونډه كښې پرېكړه شوې چې د آزاد کشمير وزيراعظم د چوكۍ نه لرې كولې شي۔وفاقي وزير ووئيل د آزاد کشمير وزيراعظم د چوكۍ نه د لرې كولو او د هغوي د استعفيٰ خبرونه رښتيا نه دي۔

مزید خبریں