وفاقي وزير انجينئر امير مقام په اورکزئۍ كښې د هند ملاتړ لرونكو 19 ترهګرو په وژلو امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وراندې كړې

اسلام آباد 08 اکتوبر (اے پي پي) د کشمير، ګلګت بلتستان او سيفران چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام په اورکزئۍ كښې د هند ملاتړ لرونكو 19 ترهګرو په وژلو امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وراندې كړېدي۔ د جاري بيان له مخې ده امن او استحكام لپاره شهيدو شوو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل په عملياتو كښې شهيد شوي ليفټيننټ کرنل جنيد طارق شهيد، ميجر طيب راحت او نورو شهيدانو …

اسلام آباد 08 اکتوبر (اے پي پي) د کشمير، ګلګت بلتستان او سيفران چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام په اورکزئۍ كښې د هند ملاتړ لرونكو 19 ترهګرو په وژلو امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وراندې كړېدي۔ د جاري بيان له مخې ده امن او استحكام لپاره شهيدو شوو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل په عملياتو كښې شهيد شوي ليفټيننټ کرنل جنيد طارق شهيد، ميجر طيب راحت او نورو شهيدانو ته پېرزوئنې وړاندې كوم۔ ده د شهيدانو كورنيو سره د همدردۍ څرګندونې كولو سره د شهيدانو لوړو درجو لپاره دعا هم وكړه۔ امير مقام د عملياتو په مهال د ژوبل شوو ځوانانو زر روغتيا لپاره دعا وكړه ۔ ده ووئېل د پاك پوځ د ځوانانو جرات، بهادري او قربانۍ به په تاريخ كښې په زرينو ټكو ليكلې شي۔

مزید خبریں