وړومبۍ مېرمن آصفه بھټو زرداري سره د چائنا-ايشيا-افريقه ټريډ پروموشن آفس صدر هاٶ وليدل

اسلام آباد 08 اکتوبر (اے پي پي) وړومبۍ مېرمن آصفه بھټو زرداري سره د چائنا-ايشيا-افريقه ټريډ پروموشن آفس صدر هاٶ د شورو په ورځ په ايوان صدر كښې ليدلي دي ۔ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري بيان له مخې آصفه بھټو زرداري په دې موقع ووئيل د زرعي معيشت په توګه پاكستان د چين جديد زرعي ټيکنالوجيز او پوهې څخه ګټه پورته كولې شي۔ دې ووئيل د …

اسلام آباد 08 اکتوبر (اے پي پي) وړومبۍ مېرمن آصفه بھټو زرداري سره د چائنا-ايشيا-افريقه ټريډ پروموشن آفس صدر هاٶ د شورو په ورځ په ايوان صدر كښې ليدلي دي ۔ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري بيان له مخې آصفه بھټو زرداري په دې موقع ووئيل د زرعي معيشت په توګه پاكستان د چين جديد زرعي ټيکنالوجيز او پوهې څخه ګټه پورته كولې شي۔ دې ووئيل د زراعت په څانګه كښې د اوبه خور موثره طريقې معارفي كولو او د اوبو زيان كمولو لپاره هڅې رواني دي۔ دې د تجديد وړ په توان كښې د وړومبي سرمايه كار هېواد په توګه د چين د كردار ستائنې كولو سره د دواړو هېوادونو ترمېنځه كلتوري، سېلګرۍ او د تعليمي تبادلو لا ودې لپاره د پاكستان خواهش څرګند كړو ۔ په دې موقع د چائنا-ايشيا-افريقه ټريډ پروموشن آفس صدر هاٶ وړومبۍ مېرمن خبر كره چې پاکستان او چين به راتلونكي كال كښې د سفارتي اړيكو 75مه سالګره لمانځي كومه چې زده كوٶنكو٬ كلتوري تبادلو سره سره د كروندګرو په وظيفائي تربيه كښې مرسته لا پراخه كولو لپاره يوه موقع ده۔ هغه وړومبۍ مېرمن ته په دې څانګو كښې مرستې ته ودې وركولو لپاره د مفاهمت په ياد دښت لاسليك لپاره د چين دورې بلنه هم وركړه۔ په دې موقع سينيټر شيري رحمان او سينيټر سليم مانډوي والا هم موجود وو۔

مزید خبریں