چې نېت پاك او قيادت بېدار وي نو قدرتي افتونه قامونه نه كمزورې كوي۔ اختيارولي خان

اسلام آباد 08 اكتوبر (اے پي پي) خېبر پښتونخوا لپاره د وزيراعظم د اطلاعات كوآرډينيټر اختيار ولي خان وئيلي دي د بالاكوټ او د خېبرپښتونخوا په نورو سيمو كښې د كال 2005 تباهي كونكې زلزله كښې د ړنګو شوو ودانيو ملبې څخه د راپورته شوي استقامت او حوصلې داستان نن هم د قام جذبه و ولوله تازه ساتلې ده،د زلزلې دې وحشت ناکې ویجاړۍ كه يو خوا اوښکې او غمونه …

اسلام آباد 08 اكتوبر (اے پي پي) خېبر پښتونخوا لپاره د وزيراعظم د اطلاعات كوآرډينيټر اختيار ولي خان وئيلي دي د بالاكوټ او د خېبرپښتونخوا په نورو سيمو كښې د كال 2005 تباهي كونكې زلزله كښې د ړنګو شوو ودانيو ملبې څخه د راپورته شوي استقامت او حوصلې داستان نن هم د قام جذبه و ولوله تازه ساتلې ده،د زلزلې دې وحشت ناکې ویجاړۍ كه يو خوا اوښکې او غمونه پریښودي نو بل خوا ئي يو داسې قام زېږولے كوم چې د ستونزو په وړاندې كله هم سر نه دې ټېټ كړے۔ د قومي يوم استقامت په موقع ده ووئيل نننۍ ورځ مونږ ته رايادوي چې شل كاله وړاندې زمكه خوځېدلې وه خو زمونږ حوصلې قائمې وې٬ دغې زلزلې د بالاكوټ پشمول د خېبرپښتونخوا غرونه او درې خوځولې وې خو په ھغه لمحه كښې چې د پاكستان قام د كومې جذبې څرګندونه كړې ھغه په تاريخ كښې په زرينو ټكو ليك ده۔ اختيار ولي خان د دې عزم څرګندونه وكړه چې مونږ له خپل نوي كول ته دا درس وركول دي چې استقامت، اتحاد او ايمان ھغه ستن ده چې پرې به پاكستان تل ولاړ وي۔ ده دعا وكړه چې لوي څښتن دې زمونږ وطن د هر افت نه اوساتي او مونږ ته د يو داسې پاكستان جوړولو توفيق راكړي كوم چې د هرې ازمېښت نه وروستو د وړاندې نه زيات مضبوط ولاړ وي۔

مزید خبریں