وفاقي وزير انجينئر امير مقام په كال 2005 كښې په پاكستان كښې د تباهۍ كونكې زلزلې په 20 كاله بشپړېدو د قام عزم او حوصلې ته پېرزوئنې وړاندې كړې

اسلام آباد 08 اكتوبر (اے پي پي) د كشمير، ګلګت بلتستان او سيفران چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام په 8م اكتوبر كال 2005ء كښې په پاكستان كښې د تباهۍ كونكې زلزلې په 20 كاله بشپړېدو د قام عزم او حوصلې ته پېرزوئنې وړاندې كړې دي ۔ خپل بيان كښې ده ووئيل د نن نه شل كاله اګاهو راغلې زلزله زمونږ په تاريخ كښې المناكه زلزله وه چې پكښې په …

اسلام آباد 08 اكتوبر (اے پي پي) د كشمير، ګلګت بلتستان او سيفران چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام په 8م اكتوبر كال 2005ء كښې په پاكستان كښې د تباهۍ كونكې زلزلې په 20 كاله بشپړېدو د قام عزم او حوصلې ته پېرزوئنې وړاندې كړې دي ۔ خپل بيان كښې ده ووئيل د نن نه شل كاله اګاهو راغلې زلزله زمونږ په تاريخ كښې المناكه زلزله وه چې پكښې په زرګونو قېمتي خلق په حق رسېدلي او د لكهونو په شمېر بې كوره شوې وو، خو د دې پېښې نه وروستو چې قام د كوم يو والي٬ صبر او استقامت مظاهره كړې ھغه زمونږ د قامي تاريخ ځالانده باب دے۔ ده په راياد كړه چې ما خپله د ځپلو سيمو دوره كړې٬ د ريليف په كمېپونو كښې مې خدمتونه كري او قامي او نړيوالو ادارو سره په مو ګډه د مرستې كاروائۍ منظم كړي ۔ ده ووئيل ما خپله په مظفر آباد، بالاكوټ او باغ كښې ورځې تېرې كړې ٬ د ژوبل شوو مې عيادت كړے٬ بې سهارا شوو كورنيو ته رسېدلي يوو او دا مو هڅه كړې چې هر ځپلې كس ته مرسته ورسولې شي۔ ده ووئيل ھغه وخت ګرد هېواد څخه رضاكارو، پاك پوځ، سول سوسائټي او نړيوالو ادارو چې په كومې جذبې كار كړے ھغه يو مثال ګرځېدلے۔ ده په دې موقع په خاص توګه د شهيدانو او ځپليو شوو كورنيو سره د يووالي څرګندونه وكړه۔

مزید خبریں