پېنډۍ 08 اكتوبر (اے پي پي) امنيتي ځواكونو په ضلع اوركزئۍ كښې په استخباراتي اطلاعات د كاروائۍ په مهال د هند ملاتړ لرونكې 19 خوارج وژلي شوي٬ د ډزو په تبادله كښې ليفټيننټ كرنل او د مېجر پشمول 11 ځوانان شهيدان شوي دي ۔ د شورو په ورځ د آئي اېس پي آر له مخې بېګا شپه سكيورټي فورسز په ضلع اوركزئۍ كښې د هند ملاتړ لرونكو فتنه الخوارجو د …
د امنيتي ځواكونو په ضلع اوركزئۍ كښې په استخبارات اډانه كاروائي٬ د هند ملاتړ لرونكي 19 خوارج ووژل شول ٬ د ډزو په تبادله كښې ليفټيننټ كرنل او د مېجر پشمول 11 ځوانان شهيدان

مزید خبریں
پېنډۍ 08 اكتوبر (اے پي پي) امنيتي ځواكونو په ضلع اوركزئۍ كښې په استخباراتي اطلاعات د كاروائۍ په مهال د هند ملاتړ لرونكې 19 خوارج وژلي شوي٬ د ډزو په تبادله كښې ليفټيننټ كرنل او د مېجر پشمول 11 ځوانان شهيدان شوي دي ۔ د شورو په ورځ د آئي اېس پي آر له مخې بېګا شپه سكيورټي فورسز په ضلع اوركزئۍ كښې د هند ملاتړ لرونكو فتنه الخوارجو د موجودګۍ په اطلاع په استخبارات اډانه عمليات وكړل ٬ د عملياتو په مهال د سكيورټي فورسز د مؤثره كاروائۍ د لارې 19 د هند ملاتړ لرونكي خوارج ووژل شول او د ډزو په تبادله كښې ليفټيننټ كرنل جنېد طارق او د ھغه نائب مېجر طيب راحت په مړانه د دښمن مقابله كَښې شهيدان شول ٬ شهيد ليفټيننټ كرنل جنېد طارق د پېنډۍ اوسېدونكے ٶ او عمر يې 39 كاله ٶ ٬ دغسې مېجر طيب راحت هم د پېنډۍ اوسېدونكے ٶ او د هغه عمر 33 كاله ؤ ٬ ليفټيننټ كرنل او مېجر سره سره نور نهه ځوانان هم شهيدان شوي، چې پكښې نائب صوبيدار اعظم ګل (خېبر)، نائيك عادل حسېن (كرم)، نائيك ګل امير (ټانك)، لانس نائيك شېر خان (مردان)، لانس نائيك طالش فراز (مانسهره)، لانس نائيك ارشاد حسېن (كرم)، سپاهي طفيل خان (مالاكنډ)، سپاهي عاقب علي (صوابۍ) او سپاهي محمد زاهد (ټانك) شامل دي٬ د سكيورټي فورسز لخوا په سيمه كښې كليئرنس او سينيټائزيشن آپريشن روان دے دغسې چې پټ شوې ترهګر خپل انجام ته ورسولې شي۔ د آئي اېس پي آر وېنا ده د پاكستان سكيورټي فورسز هېواد څخه د هند ملاتړ لرونكو ترهګرو د خاتمې عزم لري او زمونږ د مېړنو ځوانانو دا ډول قربانۍ زمونږ عزم لا قوي كوي۔










