اسلام آباد 08 اکتوبر(اے پي پي) پاكستان كښې د امن او استحكام لپاره د غېر قانوني مېشته افغان كډوالو بيرته ستنيدل ضروري دي٬تراوسه د پاكستان نه 1447709غېر قانوني افغان كډوال تللې دي۔تفصيلات له مخې پاكستان د تېرو پنځو لسيزو څخه د انساني يو والي په بنياد په لاكهونو افغان كډوالو كوربتوب كړے٬د دوحه لوظ نامې نه پس افغانستان څخه ټول غېر ملكي ځواكونه وتلي او د خانه جنګۍ خاتمه شوې٬ …
پاكستان كښې د امن او استحكام لپاره د غېر قانوني مېشته افغان كډوالو ستنيدل ضروري دي

مزید خبریں
اسلام آباد 08 اکتوبر(اے پي پي) پاكستان كښې د امن او استحكام لپاره د غېر قانوني مېشته افغان كډوالو بيرته ستنيدل ضروري دي٬تراوسه د پاكستان نه 1447709غېر قانوني افغان كډوال تللې دي۔تفصيلات له مخې پاكستان د تېرو پنځو لسيزو څخه د انساني يو والي په بنياد په لاكهونو افغان كډوالو كوربتوب كړے٬د دوحه لوظ نامې نه پس افغانستان څخه ټول غېر ملكي ځواكونه وتلي او د خانه جنګۍ خاتمه شوې٬ دغسې د افغان كډوالو پاكستان كښې د اوسېدو لپاره كوم جواز نه دې پاتې شوے ٬ د شواهدو څخه ثابته شوې چې د كډوالو ځينې عناصر پاكستان كښې د ترهه ګرۍ او نورو جرائمو كښې ككړ دي٬پاكستان د غېر قانوني كډوالو ستنېدو لپاره ټولې آسانۍ وركړې٬تراوسه د پاكستان پرېښودونكو غېر قانوني افغان كډوالو شمېره 1447709 ته رسېدلې ده ٬ستمبر 2023 څخه جاري شوي عمل لپاره تر 31 اګست 2025 ډيډ لائن مقرر كړے شوے ؤ ٬پاكستان كښې اوس هم نزدې 40 لكه څخه زيات غېر قانوني او افغان سټيزن كارډ هولډر كډوال مېشته دي٬په غېر قانوني توګه مېشته او افغان سټيزن كارډ هولډرز په ضد قانوني كاروائي عمل كښې راوستلې شي٬نورو خپلواكو هېوادونو غوندې پاكستان هم د خپلې قامي ګټې٬امن او داخلي استحكام باوري كولو حق لري










