اسلام آباد 07 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د ماليزيا درې ورځنۍ سركاري دورې بشپړولو نه وروستو هېواد ته رارسېدلے دے ۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د نهې په ورځ د جاري بيان له مخې د کوالا لمپور د بنګا رايا نړيوال په هوائي مېدان د ماليزيا وزيراعظم داتو سري انور ابراهيم د پاكستان وزيراعظم ته په مخه ښه وئيلو لپاره پخپله موجود ٶ٬ وزيراعظم ته …
وزيراعظم شهباز شريف د ماليزيا درې ورځنۍ سركاري دورې بشپړولو نه بس هېواد ته راورسېد

مزید خبریں
اسلام آباد 07 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د ماليزيا درې ورځنۍ سركاري دورې بشپړولو نه وروستو هېواد ته رارسېدلے دے ۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د نهې په ورځ د جاري بيان له مخې د کوالا لمپور د بنګا رايا نړيوال په هوائي مېدان د ماليزيا وزيراعظم داتو سري انور ابراهيم د پاكستان وزيراعظم ته په مخه ښه وئيلو لپاره پخپله موجود ٶ٬ وزيراعظم ته تر هوائي مېدان غېر معمولي سرکاري پروټوکول وركړے شو او د وزيراعظم ماليزيا ته د تګ په مهال هم وزيراعظم داتو سري انور ابراهيم د پاكستان وزيراعظم هركلي لپاره پخپله موجود ٶ٬ د ماليزيا وزيراعظم د الوداع كولو په مهال وزيراعظم شهباز شريف ته د ماليزيا دورې د عكسونو يادګاري البم هم وركړو ۔ وزيراعظم د ماليزيا دورې په مهال د غېر معمولي ګرمجوشۍ مظاهره وشوه ٬ د درې ورځنۍ سركاري دورې په مهال وزيراعظم شهباز شريف د ماليزيا د انتظامي مرکز پتراجايا دوره وكړه او هلته وزيراعظم آفس (پردانا پترا) كښې ئې تود هركلے وشو۔ په دې موقع وزيراعظم ته د ماليزيا د وسله والو ځواكونو يوې چتك ډلې ګارډ آف آنر وړاندې كړو او د دغې نه پس وزيراعظم د ماليزيا خپل همڅنګ سره ملاقات وكړو۔ دواړو مشرانو د پلاوي په كچه ملاقات كښې د خپل خپل پلاوي مشري وكړه۔ د دورې په مهال د دواړو هېوادونو ترمېنځه په يو شمېر څانګو كښې مرستې لپاره د مفاهمت په ياددښتونو لاسليك هم وشو۔ د دې نه علاوه دواړو مشرانو د پاکستان-ماليزيا بزنس اينډ انويسټمنټ کنفرنس كښې ګډون وكړو۔ وزيراعظم ته د انټرنيشنل اسلامك يونيورسټي آف ماليزيا لخوا د په ليډر شپ او ګورننس كښې د پي اېچ ډي اعزازي ډګري هم وركړې شوه۔ وزيراعظم دا دوره د دواړو وروڼو هېوادونو ترمېنځه په تندۍ سره د زياتو شوو سفارتي او اقتصادي اړيكو عکاسي كوي او د دې اړيكو په لا مستحكم كولو كښې به مرستياله وګرځي۔










