اسلام آباد 07 اكتوبر (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر اورنګزيب وئيلي دي حكومت د روان مالي كال تر پائې د جي ډي پي تناسب سره د ټيكس د شرح هدف تر 11 فيصد زياتولو هدف اېښودے دے ٬ كوم لپاره چې مصنوعي زېركتيا، د ډيټا اينالټكس او د ډيجيټل انضمام د لارې د ټيكس بنياد ته پراختيا وركوٶ، د ستراتېژك شراكتدارو لخوا د سرمايه كارۍ او د …
حكومت د جي ډي پي په تناسب د ټيكس شرح تر 11 فيصده زياتولو هدف ټاكلے ٬ د ستراتېژك شراكتدارو لخوا د سرمايه كارۍ او د تجارت ودې لپاره بشپړ ملاتړ ترلاسه دے۔ د خزانې وزير سېنېټر اورنګزيب د اكيومن بورډ غړو سره ملاقات

مزید خبریں
اسلام آباد 07 اكتوبر (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر اورنګزيب وئيلي دي حكومت د روان مالي كال تر پائې د جي ډي پي تناسب سره د ټيكس د شرح هدف تر 11 فيصد زياتولو هدف اېښودے دے ٬ كوم لپاره چې مصنوعي زېركتيا، د ډيټا اينالټكس او د ډيجيټل انضمام د لارې د ټيكس بنياد ته پراختيا وركوٶ، د ستراتېژك شراكتدارو لخوا د سرمايه كارۍ او د تجارت ودې لپاره بشپړ ملاتړ ترلاسه دے ۔ د خزانې وزير دا خبرې د نهې په ورځ د اكيومن بورډ د لوړې كچې پلاوي سره په ملاقات كښې كړې٬ د پلاوي مشري باني او چيف ايګزيكټو آفيسرې جيكولين نووګراټزكر كوله٬ د پلاوي په غړو كښې صدر و چيف انويسټمنټ آفيسر پول كارسټن سټينډے واد او د اكيومن پاكستان چيف ايګزيكټو آفيسر ډاكټر عائشه خان سره سره د اكيومن ګلوبل بورډ غړي او نړيوال سرمايه كار شامل وو۔ د دې نه وړاندې د خزانې وزير د پلاوي هركلي كولو سره په پاكستان كښې د اكيومن د مسلسل شموليت په خاص توګه زراعت او ماحولياتي لچك وموزونيت ته ودې وركولو ته د پام كولو ستائنه وكړه۔ ده پلاوي د پاكستان په معيشت كښئ د استحكام او په خاص توګه د ټيكس او توان په څانګو كښې د جاري ډھانچه جاتي اصلاحات نه خبر كړو










