وفاقي حكومت به د وكيلانو مسئلو حل او د عدالتي نظام ښه والي لپاره هر ممكن مرسته كوي۔د قانون او انصاف وفاقي وزير اعظم نذير تارړ

اسلام آباد 07 اکتوبر(اے پي پي)د قانون او انصاف وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تارړ سره د خېبرپښتونخوا بار كونسل وائس چيئرمېن احمد فاروق خټك ملاقات كړے۔د قانون او انصاف وزارت وياند له مخې په ملاقات كښې د كوهاټ٬كرك٬هنګو٬اوركزئي٬كرم٬چارسده٬ لاچی، بانډه داود شاہ او تخت نصرتي بارایسوسي ایشنز لپاره د ګرانټ ان ايډ منظورۍ وركولو پريكړه شوې۔په دې موقع د خېبرپښتونخوا بار اېسوسي ايشنز د بار كونسل سره د ډيجيټل …

اسلام آباد 07 اکتوبر(اے پي پي)د قانون او انصاف وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تارړ سره د خېبرپښتونخوا بار كونسل وائس چيئرمېن احمد فاروق خټك ملاقات كړے۔د قانون او انصاف وزارت وياند له مخې په ملاقات كښې د كوهاټ٬كرك٬هنګو٬اوركزئي٬كرم٬چارسده٬ لاچی، بانډه داود شاہ او تخت نصرتي بارایسوسي ایشنز لپاره د ګرانټ ان ايډ منظورۍ وركولو پريكړه شوې۔په دې موقع د خېبرپښتونخوا بار اېسوسي ايشنز د بار كونسل سره د ډيجيټل نظام د لارې تړلو لپاره د كمپيوټرائزېشن مرستې له خاص ګرانټ هم جاري كړو ۔د قانون وفاقي وزير د خېبرپښتونخوا بار كونسل لپاره د نادرا په مرسته آن لائن رجسټرېشن او كمپيوټرائزېشن منصوبې له مخې د ګرانټ جاري كولو اعلان وكړو كومه چې د صوبې وكيلانو زړه غوښتنه وه۔د قانون وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تارړ ووئيل وفاقي حكومت به د وكيلانو مسئلو حل او عدالتي نظام ښه والي لپاره هر ممكن مرسته كوي۔وائس چيئرمېن احمد فاروق خټك او نورو د وكيلانو نمائندګانو د قانون وفاقي وزير مننه كولو سره ووئيل دا اقدام به د خېبرپښتونخوا بار اېسوسي اېشنز لپاره د جديد آسانيو وركولو او د سپيځلتيا وده كښې سنګ ميل ثابت شي۔

مزید خبریں