اسلام آباد 07 اکتوبر(اے پي پي) د پاكستان-فلسطين پارليماني فرينډ شپ ډلې وړومبې بريفنګ غونډه د نهې په ورځ د قامي اسمبلۍ غړي عمار احمد خان لغاري په مشرۍ كښې شوې چې پكښې د خارجه وزارت چارواكو تفصيلي بريفنګ وركړو ۔په غونډه كښې د قامي اسمبلۍ غړو احم عتيق انور٬خرم منور منج٬رومينه خورشيد عالم او صبا صادق ګډون وكړو او د پاكستان د اردن سفير د ويډيو لنك د لارې …
د پاكستان-فلسطين پارليماني فرينډ شپ ډلې وړومبې بريفنګ غونډه٬خارجه وزارت چارواكو تفصيلي بريفنګ وركړو

مزید خبریں
اسلام آباد 07 اکتوبر(اے پي پي) د پاكستان-فلسطين پارليماني فرينډ شپ ډلې وړومبې بريفنګ غونډه د نهې په ورځ د قامي اسمبلۍ غړي عمار احمد خان لغاري په مشرۍ كښې شوې چې پكښې د خارجه وزارت چارواكو تفصيلي بريفنګ وركړو ۔په غونډه كښې د قامي اسمبلۍ غړو احم عتيق انور٬خرم منور منج٬رومينه خورشيد عالم او صبا صادق ګډون وكړو او د پاكستان د اردن سفير د ويډيو لنك د لارې په غونډه كښې ګډون كولو ۔بريفنګ كښې د پاكستان او فلسطين د دوه اړخيزه اړيكو په موجوده صورتحال٬پارليماني مرسته ٬ د فلسطين په اړه د انصاف نړيوال عدالت (آئي سي جے) كښې د پاكستان په دريځ او د ميډيا انګيجمنټ او اولسي سفارتكارۍ په چارو تفصيلي خبرې وشوې ۔د غونډې ګډون كوونكو د فلسطين او جمو او كشمير اولس لپاره خاص دعاګانې وكړي او د عزم څرګندونه يې وكړه چې هغوي به د اسرائيلي او هندي حكومتونو لخوا د ظلم او جبر په ضد په نړيواله كچه خپل غږ لا په موثر ډول پورته كوي۔ د خارجه وزارت استازي غونډه د سينيټر مشتاق احمد په اړه د اسرائيلي حكومت د اوسني مثبت پېشرفت په اړه هم خبر كړه۔










