لاهور 07 اكتوبر (اے پي پي) د وزيراعظم يوتھ پروګرام چيئرمېن رانا مشهود احمد خان وئيلي دي پاكستان نن د نړۍ يو لوي طاقت په توګه رامخې ته كېږي٬ حكومت د ډيجيټل انوائرمنټ پليټ فارم د لارې ځوانانو ته د وړاندې تګ موقعې وركوي۔ دا خبره هغه د نهې په ورځ لاهور كالج فار وېمنز كښې د كلا ئميټ ګالا كنفرنس كښې د ګډون په مهال كړې۔ هغه ووئيل هند …
حكومت د ډيجيټل انوائرمنټ پليټ فارم د لارې ځوانانو ته د وړاندې تګ موقعې وركوي۔ رانا مشهود احمد خان

مزید خبریں
لاهور 07 اكتوبر (اے پي پي) د وزيراعظم يوتھ پروګرام چيئرمېن رانا مشهود احمد خان وئيلي دي پاكستان نن د نړۍ يو لوي طاقت په توګه رامخې ته كېږي٬ حكومت د ډيجيټل انوائرمنټ پليټ فارم د لارې ځوانانو ته د وړاندې تګ موقعې وركوي۔ دا خبره هغه د نهې په ورځ لاهور كالج فار وېمنز كښې د كلا ئميټ ګالا كنفرنس كښې د ګډون په مهال كړې۔ هغه ووئيل هند سره په جنګ كښې زمونږ ماشومانو د هند دفاعي سسټم هېنګ كړے ٶ كوم چې زمونږ د ځوانانو د ټيلنټ ښكاره ثبوت دے۔ هغه ووئيل پاكستان نن د نړۍ لوي طاقت په توګه رامخې ته كېږي٬ د پاكستان د پرمختګ خبرې روانې دي٬ په ايران چې بريد كېږي نو مرسته پاكستان څخه غوښتلې كېږي، سعودي عرب خطر محسوسوي نو تړون پاكستان سره كوي، د ملګرو ملتونو پشمول په هر فورم د پاكستان د موثر كردار خبرې روانې دي۔ هغه ووئيل كه اوس مودي سركاري كوم حركت وكړو نو بشپړ ځواب به وركولې شي، د جنګ خبرې اسانې دي عمل ھغه دے كوم چې مونږ په مئي كښې په عملي توګه وښودلو۔










