پاكستان ملګرو ملتونو كښې په فلسطين او كشمير كښې مېرمنو ته په ورمخې ته ظلمونو نړيوالې ورورولۍ څخه د تحفظ وركولو غوښتنه٬ هندي استازي سره د خبرو جنګ

ملګري ملتونه 07 اكتوبر (اے پي پي) د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل كښې "مېرمنې، امن او سلامتيا" په موضوع د كلنې مباحثې په مهال پاكستان مقبوضه فلسطين او هند د په غېر قانوني تسلط لاندې جمو و كشمير كښې مېرمنو ته په ورمخې ته ظلمونو رڼا اچولو سره نړيوالې ورورولۍ څخه غوښتنه كړې چې د مېرمنو تحفظ باوري كړي او په جنګي جرائمو كښې د ككړو كسانو دې احتساب وكړے …

ملګري ملتونه 07 اكتوبر (اے پي پي) د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل كښې “مېرمنې، امن او سلامتيا” په موضوع د كلنې مباحثې په مهال پاكستان مقبوضه فلسطين او هند د په غېر قانوني تسلط لاندې جمو و كشمير كښې مېرمنو ته په ورمخې ته ظلمونو رڼا اچولو سره نړيوالې ورورولۍ څخه غوښتنه كړې چې د مېرمنو تحفظ باوري كړي او په جنګي جرائمو كښې د ككړو كسانو دې احتساب وكړے شي٬ د پاكستان استازې صائمه سليم خپلې وېنا كښې ووئيل د فلسطين مېرمنو دړد زمونږ د تاريخې د ټولو نه په لويو پېښو كښې يو دے خو د افسوس خبره ده چې د ملګرو ملتونو د عمومي سېكتر په رپورټ كښې د كشميرۍ مېرمنو ذكر قدرې نشته كومې چې د لسيزو راهسې د هندي قابضو ځواكونو جنسي تشدد، ځورونې، جبري بې دركۍ او د تشدد په څېر ظلمونه زغمي۔ هغې ووئيل په غزه كښې پوهنتونونه٬ ښونځي او د زېږدنې په وارډز بمباري، د لكهونو په شمېر بې دخله كول او د قحط صورتحال يوازې جنګي زيانونه نه دي بلكې قصداً شوې ظلمونه دي د كومو احتساب چې ضروري دے۔ هغې د كشميريانو مېرمنو په ضد د ملګرو ملتونو د ادارو٬ ايمنسټي انټرنيشنل، هيومن رائټس واچ او د نورو تنظيمونو د رپورټس حواله هم وركړه۔ صائمه سليم په وېنا د هند استازي پروتھوانيني حريش د سخت غبرګون څرګندونه وكړه ٬ په دې د پاكستان دوېم استازې ګوهر د ځواب حق استعمالولو سره موقف واضحه كړو چې هند په دروغو اډانه بيانيه وړاندې كوي۔ صائمه سليم د ملګرو ملتونو د مېرمنو٬ امن او سلامتيا په اېجنډا د پاكستان په فعاله كردار رڼا اچولو سره ووئيل پاكستانۍ مېرمنې د امن مشن له مخئ د نړۍ په يو شمېر هېوادونو لكه كانګو، مالي، بوسنيا او سوېيلي سوډان كښې خدمات ترسره كړي دي٬ د مېرمنو، د امن او سلامتيا د اېجنډې په 25 كالو بشپړېدو تابيا كړې غونډه كښې د ګردې نړۍ استازو ګډون وكړو خو د پاكستان لخوا فلسطين او كشمير كښې د مېرمنو په حالت زار رڼا اچول د غونډې مهم اړخ وګرځېد چې ورسره يو ځل بيا هند سره د خبرو جنګ رامېنځ ته شو او نړيوال پام ئې په دې شخړو كښې مېرمنو ته ورمخې ته ظلمونو پلو وګرځولو۔

مزید خبریں