پاكستان هند سره د وسلې په زغل كښې شامل نه دے٬ په معركه حق كښې دښمن زمونږ يوه الوتكه هم رانسكوره نه كړې شوه۔ د آئي اېس پي آر ډائريكټر جنرل ليفټيننټ جنرل احمد شريف چوهدري

پېنډۍ 07 اكتوبر (اے پي پي) آئي اېس پي آر ډائريكټر جنرل ليفټيننټ جنرل احمد شريف چوهدري وئيلي دي پاكستان هند سره د وسلې په زغل كښې شامل نه دے٬ په معركه حق كښې دښمن زمونږ يوه الوتكه هم رانسكوره نه كړې شوه۔٬ غېر ملكي مجلې "بلومبرګ" سره خپلې مركه كښې ده ووئيل زمونږ پوځي پرمختيائي تګلاره كښې عمر له موثره او كارګر پليټ فارمز او د پاكستان كورنۍ ټيكنالوجي …

پېنډۍ 07 اكتوبر (اے پي پي) آئي اېس پي آر ډائريكټر جنرل ليفټيننټ جنرل احمد شريف چوهدري وئيلي دي پاكستان هند سره د وسلې په زغل كښې شامل نه دے٬ په معركه حق كښې دښمن زمونږ يوه الوتكه هم رانسكوره نه كړې شوه۔٬ غېر ملكي مجلې “بلومبرګ” سره خپلې مركه كښې ده ووئيل زمونږ پوځي پرمختيائي تګلاره كښې عمر له موثره او كارګر پليټ فارمز او د پاكستان كورنۍ ټيكنالوجي شاملول موجود ده٬ مونږ هر ډول ټيكنالوجي غواړو كه ھغه خود ساخته وي يا مشرقي او كه مغربي وي ترلاسه كولو لپاره ېې چمتو يو۔ د آئي اېس پي ار ډ ي جي ووئيل پاكستان هند سره د وسلې په زغل كښې شامل نه دے، پاكستان كله هم د شمېرو او حقيقت سره د لوبو كولو يا د دې پټولو هڅه نه ده كړې۔ ده تصديق وكړو چې په معركه حق كښې هند زمونږ يوه الوتكه هم رانسكوره نه كړې شوه۔ د بلومبرګ رپورټ له مخې يوه اوونۍ وړاندې امريكائي جمهور ريئس ډونلډ ټرمپ د هند د 7 جنګي الوتكو نسكورېدو تصديق كړے دے، په معركه حق كښې پاكستان د چين ساخته J-10C څخه د رافيل پشمول يو شمېر د هند فضائيه الوتكې نسكورې كړې دي٬ د آئي اېس پي ار ډي جي په معركه حق كښې د پاكستان وسلو پشمول په پاك پوځ كښې شامل د چين پليټ فارمز د مؤثره كاركردګي توثيق وكړو٬ په اګست كښې پاكستان د Z-10ME بريد كونكې چورلكې هم پخپلو وسلو كښې د شاملولو اعلان وكړو، پاكستان د چين وسلو سره سره د امريكائي ساخته F-16 الوتكو استعمال هم كوي۔

مزید خبریں