كوالا لمپور 07 اكتوبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د ماليزيا درې ورځنۍ دورې بشپړولو نه وروستو هېواد ته ستون شوے٬ د ماليزيا وزيراعظم داتو سري انور ابراهيم د پاكستان وزيراعظم ته پخپله د كوالالمپور په بنګا رايا نړيوال هوائي مېدان په مخه دې ښه اوو ۔ په دې موقع په ماليزيا كښې د پاكستان هائي كمشنر سيد احسن رضا او سفارتي عمله هم موجود وه٬ وزيراعظم ته د …
وزيراعظم شهباز شريف د ماليزيا درې ورځنۍ دورې بشپړولو نه پس هېواد ته ستون شو٬ د ماليزيا وزيراعظم په هوائي مېدان ورته په مخه ښه اووې

مزید خبریں
كوالا لمپور 07 اكتوبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د ماليزيا درې ورځنۍ دورې بشپړولو نه وروستو هېواد ته ستون شوے٬ د ماليزيا وزيراعظم داتو سري انور ابراهيم د پاكستان وزيراعظم ته پخپله د كوالالمپور په بنګا رايا نړيوال هوائي مېدان په مخه دې ښه اوو ۔ په دې موقع په ماليزيا كښې د پاكستان هائي كمشنر سيد احسن رضا او سفارتي عمله هم موجود وه٬ وزيراعظم ته د دوي د استوګنې څخه تر ايئرپورټ غېر معمولي سركاري پروټوكول وركرے شو ٬ د دې نه وړاندې د وزيراعظم ماليزيا ته په راتګ هم وزيراعظم داتو سري انور ابراهيم د وزيراعظم هركلي لپاره موجود ٶ۔ د ماليزيا وزيراعظم د مخه ښې وركولو په وخت وزيراعظم شهباز شريف ته د ماليزيا دورې د عكسونو يادګاري البم هم وركړو۔ د وزيراعظم د ماليزيا دورې په مهال د غېر معمولي خوښۍ څرګندونه رامخې ته شوه ٬ د درې ورځنۍ سركاري دورې په مهال وزيراعظم شهباز شريف د ماليزيا د انتظامي مركز پتراجايا دوره وكړه چرته چې وزيراعظم آفس (پردانا پترا) ته په تګ د وزيراعظم تود هركلے وشو٬ په دې موقع دوي ته د ماليزيا د وسله والو ځواكونو لخوا ګارډ آف آنر وړاندې كړے شو او دغې نه پس د دواړو وزيراعظمانو ترمېنځه دوه اړخيزه ملاقات وشو۔ دواړو مشرانو د پلاوي په كچ د ملاقات په مهال د خپل خپل پلاوي مشري وكړه ۔ د دورې په مهال د دواړو هېوادونو ترمېنځه په يو شمېر څانګو كښې مرستې لپاره د مفاهمت په ياددښتونو لاسليك هم وشو٬ د دې نه علاوه دواړو مشرانو د پاكستان- ماليزيا په بزنس اينډ انويسټمنټ كنفرنس كښې ګدون وكړو۔ دغسې وزيراعظم ته د انټرنيشنل اسلامك يونيورسټي آف ماليزيا لخوا په ليډر شپ او ګورننس كښې د پي اېچ ډي اعزازي ډګري هم وركړې شوه ۔ د وزيراعظم دا دوره د دواړو هېوادونو ترمېنځه د زياتو شوو سفارتي او اقتصادي اړيكو عكاسي كوي او د دې اړيكو لا مستحكمولو كښې به مرستياله ثابت شي۔










