سرمایه کارۍ كښې اسانيو لپاره اصلاحات ته پام لرنه كوو ، د آئي ټي ،ټیک او د اے آئي په څانګو كښې د نړيوالو تجارتي ډلو ، سرمایه کارو به هر كلے كوو ، د وزیراعظم شهباز شریف د ملېزيا د بزنس ګروپ يو پلاوي سره خبرې

کوالا لمپور۔7اکتوبر (اے پي پي):وزیراعظم محمد شهباز شریف وئېلې دي د پاکستان او ملېزيا تر مينځه په اقتصادي او تجارتي څانګو كښې د مرستې زياتولو ډېر استعداد شته، د پاكستان حکومت سرمایه کارۍ كښې اسانيو لپاره اصلاحات ته پام لرنه كوي ، د آئي ټي ،تیک او د اے آئي په څانګو كښې د پراخه استعداد تر مخه د اړوندو نړيوالو تجارتي ډلو او د سرمایه کارو به هر كلے …

کوالا لمپور۔7اکتوبر (اے پي پي):وزیراعظم محمد شهباز شریف وئېلې دي د پاکستان او ملېزيا تر مينځه په اقتصادي او تجارتي څانګو كښې د مرستې زياتولو ډېر استعداد شته، د پاكستان حکومت سرمایه کارۍ كښې اسانيو لپاره اصلاحات ته پام لرنه كوي ، د آئي ټي ،تیک او د اے آئي په څانګو كښې د پراخه استعداد تر مخه د اړوندو نړيوالو تجارتي ډلو او د سرمایه کارو به هر كلے كوو ۔ د نهې په ورځ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ نه جاري بیان تر مخه ده د ملېزيا د بزنس ګروپ ګوبي پارټنرز پلاوي سره خبرې كولې چا چې د ګوبي پارټنرز کو-فاؤنډر او چیئر تھامس ساؤ په مشرۍ كښې ده سره ملاقات وكړو ۔ملاقات كښې نائب وزیراعظم و خارجه وزير اسحاق ډار ، د تجارت وفاقي وزیر جام کمال خان ، د قامي غذائي تحفظ و تحقیق وفاقي وزير رانا تنویر حسین، د اطلاعات او نشریات وفاقي وزير عطاء اللہ تارړ، د وزیراعظم خاص معاون طارق فاطمي او اړوند اعلیٰ سرکاري چارواكي هم موجود وو ۔ وزیر اعظم ووئېل د پاکستان او ملېزيا تر مينځه اقتصادي او تجارتي څانګو كښې د مرستې زياتولو ډېر استعداد موجود دے د كوم لپاره چې دواړه په زړه پورې كار كوي ، د دواړو هېوادونو تر مينځه د بزنس ټو بزنس روابط زياتولو په اړه تېره ورځ د پاکستان ملائیشیا بزنس اینډ انویسټمنټ کانفرنس تابيا ډېره نېك مرغه ده ۔ وزیراعظم ووئېل مونږ د كاروبار لپاره د دوستانه ماحول جوړولو او کاروبار کښې د آسانيو لا ښه كولو عزم لرو ،خاص سرمایه کاري سهولت کونسل د بهرنو سرمایه کارو ته هر ډول اسانيو وركولو لپاره هڅې كوي ۔وزیراعظم ووئېل د پاکستان سټارټ اپ ایکو سسټم باندې د ګوبي پارټنرز باور خوش آئند دے ،حکومت د سرمایه کارۍ سهولت او بنیادې ډھانچې پورې رسنې د لارې د سټارټ اپس او د ابتدائي مرحلې سرمایه کارو ملاتړ له اصلاحات ته د پام لرنې سره کار كوي ۔ وزیراعظم ووئېل يو پائیدار سټارټ اپ د ماحولیاتي نظام جوړولو لپاره د نړيوالو او ملکي سرمایه كارو راغب کولو ته پام لرنه كوو ،ډیجیټل معیشت په خاص توګه فن ټیک، اي کامرس او د آئي ټي خدمات زمونږ د قامي ترقۍ په تګلاره كښې مرکزي حیثیت لري ۔وزیراعظم ووئېل مونږ د پاکستان آئي ټي ، ټیک، او د اے آئي په څانګو كښې د پراخه استعداد تر مخه د اړوندو نړيوالو تجارتي ډلو او سرمایه کارو به هر كلے كوو ۔ د ملاقات په مهال د ګوبي پارټنرز پلاوي پاکستان كښې اي-کامرس او د فنانشل ټیکنالوجیز په څانګو كښې همكارۍ كښې زياته خوښي ولرله۔

مزید خبریں