د وزيراعظم شهباز شريف ته په قيادت او د حكمرانۍ په ښه طرز د (پي اېچ ډي) اعزازي ډګرۍ وركول زما لپاره لويې اعزاز دے۔ د پهانګ رياست ملكه او د انټرنېشنل اسلامك يونيورسټي آف ماليزيا آئيني مشرې تنكو عزيزه امينه مېمونه سكندريه

كوالالمپور 07 اكتوبر (اے پي پي) د پهانګ رياست ملكه او د انټرنېشنل اسلامك يونيورسټي آف ماليزيا آئيني مشرې تنكو عزيزه امينه مېمونه سكندريه وئيلي دي وزيراعظم شهباز شريف ته په قيادت او د واكمنۍ په ښه طرز د (پي اېچ ډي) اعزازي ډګرۍ وركول زما لپاره لويې اعزاز دے٬ شهباز شريف د څلورو لسيزو نه تر زياتې مودې بصيرت٬ نظم و ضبط او په رحم دلۍ سره د اولس …

كوالالمپور 07 اكتوبر (اے پي پي) د پهانګ رياست ملكه او د انټرنېشنل اسلامك يونيورسټي آف ماليزيا آئيني مشرې تنكو عزيزه امينه مېمونه سكندريه وئيلي دي وزيراعظم شهباز شريف ته په قيادت او د واكمنۍ په ښه طرز د (پي اېچ ډي) اعزازي ډګرۍ وركول زما لپاره لويې اعزاز دے٬ شهباز شريف د څلورو لسيزو نه تر زياتې مودې بصيرت٬ نظم و ضبط او په رحم دلۍ سره د اولس خدمت كړے او د پنجاب د قيادت نه د هېواد تر وزارت عظٰمې يې ثابت كړې چې اصل قيادت طاقت نه بلكې د مقصد نه عبارت دے۔ دې ووئيل وزيراعظم شهباز شريف د پنجاب ايجوكيشن انډوومنټ فنډ جوړولو اقدامات څخه د زرګونو په شمېر داسې زده كوٶنكو لپاره د لوړو زده كړو دروازې پرانستې دي چا چې د پوهنتون تګ تصور هم نشو كولې، دا ھغه قيادت دے چې په زړه كښې لارې جوړوي او سباٶن ښه كوي، په ننني دور كښې كله چې نړۍ ظاهري شان و شوكت ته په اخلاقيات ترجيح وركوي ٬ ستاسو قيادت مونږ ته رايادوي چې ښه حكمراني د اخلاص، خدمت او د مضبوط كردار نوم دے۔ هغې ووئيل د نبي كريم صلي الله عليه وسلم فرمان دے چې “په تاسو كښې بهترين ھغه څوك دے څوك چې نورو لپاره زيات ګټور وي” هغې ووئيل پاكستان د ډېرې مودې راهسې د ماليزيا ورور هېواد او د آئي آئي يو اېم باني شراكت دار دے او د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې دا د رشته لا قوي شوې ده، نن زمونږ پاكستاني زده كوٶنكي، استاذان او پخواني زده كوٶنكي پوهنتون پرله پسې د علم او فكر د لارې روښانه كوي او د اسلامي نړۍ خدمت لپاره زمونږ د مشن خدمت كوي۔ دې ووئيل دا اعزازي ډګري يوازې د يوې كاميابۍ اعتراف نه دے بلكې د دې نه زيات د ھغه اقدارو جشن دے كومو سره چې مونږ مينه لرو او كومه چې عدل٬ خدمت او لارښودنه ده۔ دې ووئيل مونږ لاس په دعا يو چې دا اعزاز زمونږ لپاره د الله سبحان و تعالٰي بركتونو او هدايت سره وي دغسې چې په زمكه امن او انسانيت كښې همغږي وي۔ د دې نه وړاندې د پهانګ رياست ملكه او د انټرنېشنل اسلامك يونيورسټي آف ماليزيا آئيني مشرې تنكو عزيزه امينه مېمونه سكندريه وزيراعظم شهباز شريف ته په ليډرشپ اينډ ګورننس كښې د پي اېچ ډي (ډاكټريټ) اعزازي ډګري وركړه۔

مزید خبریں