اسلامي نړۍ پخپلو اقدارو او اسلامي اصولو عمل كولو سره په نړۍ كښې د لاسه وركړې شوې مقام بيا ترلاسه كولې شي۔ وزيراعظم شهباز شريف د ماليزيا پوهنتون څخه اعزازي ډګري اخستو دستورې ته وېنا

كوالالمپور 07 اكتوبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي اسلامي نړۍ پخپلو اقدارو او اسلامي اصولو عمل كولو سره په نړۍ كښې د لاسه وركړے مقام بيا ترلاسه كولې شي، قيادت كوم امتياز نه بلكې امانت دے٬ قيادت په ديانت٬ اخلاص٬ انصاف او سپېځلې احتساب سره ادا كولو لازم دي، خواهش لرم چې د پاكستان اوماليزيا ترمېنځه علمي مرسته لا قوي شي، دواړه وروڼه هېوادونه د ځوانانو ابادي …

كوالالمپور 07 اكتوبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي اسلامي نړۍ پخپلو اقدارو او اسلامي اصولو عمل كولو سره په نړۍ كښې د لاسه وركړے مقام بيا ترلاسه كولې شي، قيادت كوم امتياز نه بلكې امانت دے٬ قيادت په ديانت٬ اخلاص٬ انصاف او سپېځلې احتساب سره ادا كولو لازم دي، خواهش لرم چې د پاكستان اوماليزيا ترمېنځه علمي مرسته لا قوي شي، دواړه وروڼه هېوادونه د ځوانانو ابادي لري٬ زمونږ ذمه واري ده چې خپلو ځوانانو ته د انسانيت خدمت لپاره موقعې وركړو۔ دا خبرې ده د نهې په ورځ د ماليزيا انټرنېشنل اسلامك يونيورسټۍ لخوا د پي اېچ ډي (ډاكټريټ) ليډر شپ اينډ ګورننس اعزازي ډګرۍ اغستو دستورې ته وېنا كښې وكړه٬ په دستوره كښې د ماليزيا د پهانګ رياست ملكه او د انټرنېشنل اسلامك يونيورسټي آف ماليزيا آئيني مشر تنكو عزيزه امينه ميمونه سكندريه، د ماليزيا د لوړو زده كړو وزير داتو سري راجا ډاكټر زيمبري عبدالقادر،د ماليزيا د مواصلات وزير داتو احمد فهمي محمد فاضل، د ماليزيا د انټرنېشنل اسلامك پوهنتون صدرتان سري عبدالرشيد حسېن او ريكټر پروفېسر عثمان باقر سره سره د پاكستان پلاوي غړي هم موجود وو۔ وزيراعظم ووئيل د پوهنتون لخوا د ډاكټرېټ اعزازي ډګري زما لپاره اعزاز دے٬ دې عظيمې علمي درسګاه څخه په ليډرشپ او ګورننس كښې د ډاكټريټ اعزازي ډګري په عاجزۍ سره وصولوم٬ دا پوهنتون د علم او دانشن مركز دے كوم چې د علم٬ ايمان او اخلاق په يو كولو سره د اعليٰ تعليم مقصد ته وده وركوي۔ وزيراعظم ووئيل ما د 40 كالو نه زياته موده خپل عاجزانه خدمات د پنجاب اولس لپاره وقف كړي، پنجاب د پاكستان لويه صوبه ده٬ هلته مې د اولسي خدمت ګار په توګه خپل ځان وقف كړے او اوس د پاكستان وزيراعظم په توګه د هېواد د اولس د خدمت ذمه وارۍ تر سره كوم ۔ وزيراعظم ووئيل ما ډېر په ايماندارۍ او غېر متزلزل عزم سره د اولس د خدمت پورا هڅه كړې ٬ عمر له په پاك نېت او ثابت قدمۍ سره د اولس خدمت كوم٬ نن ډېر په عاجزۍ سره د لوي څښتن په حضور كښې په ټيټ سر په تشكر سره دا اعزاز قبولوم۔ وزيراعظم ووئيل زه نن واقعي چې ډېر خوشحاله يم چې د دې سند د لارې د يوې داسې عظيمې درسګاه سره پېوست كېږم كومه چې په اسلامي نړۍ كښې د مادر علمي د ټولو نه زياته د احترام وړ اداره ده، زه هيله لرم چې زما دلته موجودګي به د ماليزيا د پوهنتون او د پاكستان د نوموړو اعلي تعليمي ادارو ترمېنځه شراكت او مرسته قوي كړي، د اسلامي نړۍ يوې معزز درسګاه سره تړلے كېدل زما لپاره د اعزاز خبره ده۔ وزيراعظم ووئيل نن اسلامي نړۍ شخړو،غربت او د اړي ګړي په څېر يو شمېر چلېنجز سره مخ ده ، په دې سختو حالاتو كښې مونږ له خپل اقدار او اخلاقيات په مضبوطيا سره نيولو ته اړتيا ده د كومو چې مونږ ته خپل دين تعليم راكړے دے دغسې چې مونږ په اسلامي نړۍ كښې خپل د لاسه وركړے مقام بيا ترلاسه كړے شو۔ وزيراعظم ووئيل مونږ ته د خپل عظيم شاعر مشرق او فلسفي ډاكټر علامه محمد اقبال لازواله لفظونه رايادېږي د چا وژن چې نه يوازې د پاكستان اولس لپاره بلكې د ګردې اسلامي نړۍ مسلمانانو لپاره متاثر كونكے دے۔ د ھغوي يو شعر دے ۔۔
سبق پھر پڑھ صداقت كا عدالت كا شجاعت كا
ليا جائے ګا تجھ سے كام دنيا كي امامت كا
وزيراعظم ووئيل زه لاس په دعا يم چې دا پوهنتون د كاميابۍ منزلونه په تسلسل سره سر كړي، د دواړو هېوادونو اتحاد، ورورولۍ، پرمختګ او د خوشحالۍ ژورې مرستې لپاره هم لاس په دعا يم، د پاكستان او ماليزيا دوستي دې تل قائم وي، په اعزازي ډګري راكولو د يونيورسټۍ د صدر، چانسلز، ريكټر،د تعليم وزير، د فيكلټۍ غړو او د زده كوٶنكو مننه كوم۔ د دې نه وړاندې د پهانګ رياست ملكه او د انټرنېشنل اسلامك يونيورسټي آف ماليزيا آئيني مشرې تنكو عزيزه امينه مېمونه سكندريه وزيراعظم شهباز شريف ته په ليډرشپ اينډ ګورننس كښې د پي اېچ ډي (ډاكټريټ) اعزازي ډګري وركړه۔

مزید خبریں