كوالالمپور 07 اكتوبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي اسلامي نړۍ پخپلو اقدارو او اسلامي اصولو عمل كولو سره په نړۍ كښې د لاسه وركړے مقام بيا ترلاسه كولې شي، قيادت كوم امتياز نه بلكې امانت دے٬ قيادت په ديانت٬ اخلاص٬ انصاف او سپېځلې احتساب سره ادا كولو لازم دي، خواهش لرم چې د پاكستان اوماليزيا ترمېنځه علمي مرسته لا قوي شي، دواړه وروڼه هېوادونه د ځوانانو ابادي …
د وزيراعظم شهباز شريف د ماليزيا پوهنتون څخه د اعزازي ډګرۍ اخستو دستورې ته وېنا

مزید خبریں
كوالالمپور 07 اكتوبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي اسلامي نړۍ پخپلو اقدارو او اسلامي اصولو عمل كولو سره په نړۍ كښې د لاسه وركړے مقام بيا ترلاسه كولې شي، قيادت كوم امتياز نه بلكې امانت دے٬ قيادت په ديانت٬ اخلاص٬ انصاف او سپېځلې احتساب سره ادا كولو لازم دي، خواهش لرم چې د پاكستان اوماليزيا ترمېنځه علمي مرسته لا قوي شي، دواړه وروڼه هېوادونه د ځوانانو ابادي لري٬ زمونږ ذمه واري ده چې خپلو ځوانانو ته د انسانيت خدمت لپاره موقعې وركړو۔ دا خبرې ده د نهې په ورځ د ماليزيا انټرنېشنل اسلامك يونيورسټۍ لخوا د پي اېچ ډي (ډاكټريټ) ليډر شپ اينډ ګورننس اعزازي ډګرۍ اغستو دستورې ته وېنا كښې وكړه٬ په دستوره كښې د ماليزيا د پهانګ رياست ملكه او د انټرنېشنل اسلامك يونيورسټي آف ماليزيا آئيني مشر تنكو عزيزه امينه ميمونه سكندريه، د ماليزيا د لوړو زده كړو وزير داتو سري راجا ډاكټر زيمبري عبدالقادر،د ماليزيا د مواصلات وزير داتو احمد فهمي محمد فاضل، د ماليزيا د انټرنېشنل اسلامك پوهنتون صدرتان سري عبدالرشيد حسېن او ريكټر پروفېسر عثمان باقر سره سره د پاكستان پلاوي غړي هم موجود وو۔










