د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق سر د ايران سفير رضا اميري مغدام ملاقات٬ د دوه اړخيزه اړيكو پشمول په مهمو سيمه ايزو او نړيوالو چارو د خيالاتو څرګندونه

اسلام آباد 06 اکتوبر (اے پي پي)د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق سره د ګل په ورځ پاكستان كښې د ايران سفير رضا اميري مغدام ملاقات كړے چې پكښې د دوه اړخيزه اړيكو پشمول په مهمو سيمه ايزو او نړيوالو چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔په دې موقع د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق ووئېل د پاكستان او ايران ترمينځه اړيكې هره تيرېدونكې ورځ سره قوي كيږي٬د دواړو وروڼو …

اسلام آباد 06 اکتوبر (اے پي پي)د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق سره د ګل په ورځ پاكستان كښې د ايران سفير رضا اميري مغدام ملاقات كړے چې پكښې د دوه اړخيزه اړيكو پشمول په مهمو سيمه ايزو او نړيوالو چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔په دې موقع د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق ووئېل د پاكستان او ايران ترمينځه اړيكې هره تيرېدونكې ورځ سره قوي كيږي٬د دواړو وروڼو هېوادونو اړيكې په مذهب٬تاريخ او د كلتور په مضبوطو رشتو تړلې شوي٬ايران د پاكستان باور وړ ورور ګاونډي هېواد دے٬پاكستان ايران سره پارليماني او اقتصادي څانګو كښې مرستې ته د لا ودې وركولو عزم لري۔ده ووئيل د دواړو هېوادونو تر مينځه پارليماني روابط دوه اړخيزه اړيكو لا قوي كولو كښې مهم كردار ادا كولې شي٬ايران سره پارليماني او اقتصادي رابطو ته ودې وركولو ته مونږ پام لرنه كوو٬ ده ووئېل په منطقه كښې امن او استحكام لپاره د دواړو ګاونډي هېوادونو كردار د اهميت وړ دے۔ د ايران سفير ووئېل د اسرائيلي جارحيت په ضد د پاكستانپه سپين موقف د ايران اولس او حكومت د پاكستان مننه كوي۔د ايران سفير د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق تر ټولو وړومبے د ايران سره د يو والي په څرګندونه مننه وكړه او وې وئېل پاكستان په ټولو نړيوالو فورمز د ايران ملاتړ كړے ٬ په دې ايران د زړه نه مننه كوي٬ هغه ووئېل په منطقه كښې امن او استحكام لپاره د پاكستان كردار د ستائنې وړ دے۔د ايران سفير د دواړو هېوادونو اړيكو قوي كولو لپاره پارليماني مرسته د كليدي اهميت وړ وګرځوله او د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د دواړو هېوادونو پارليمانونو تر مينځه رابطو ته د ودې وركولو د كردار يې ستائنه وكړه ۔

مزید خبریں