اسلام آباد 06 اکتوبر (اے پي پي)د قانون او انصاف وفاقي وزير اعظم نذير تارړ وئېلي دي اپوزېشن دې خوشحالۍ نه كوي٬مونږ به هڅه كوو چې دوستان پخلا كولو سره بيرته راولو٬په سياست كښې نرمي او ګرمي وي٬دا د وخت خبرې دي۔سينيټ غونډې ته وينا كولو په مهال د قانون او انصاف وفاقي وزير ووئيل د سيلاب څخه د شوي زيان اندازه لګولې كيږي او د پنجاب حكومت په ډېر …
اپوزېشن دې خوشحالۍ نه كوي٬مونږ به هڅه كوو چې دوستان پخلا كړو ٬په سياست كښې نرمي او ګرمي وي٬دا د وخت خبرې دي۔اعظم نذير تارړ

مزید خبریں
اسلام آباد 06 اکتوبر (اے پي پي)د قانون او انصاف وفاقي وزير اعظم نذير تارړ وئېلي دي اپوزېشن دې خوشحالۍ نه كوي٬مونږ به هڅه كوو چې دوستان پخلا كولو سره بيرته راولو٬په سياست كښې نرمي او ګرمي وي٬دا د وخت خبرې دي۔سينيټ غونډې ته وينا كولو په مهال د قانون او انصاف وفاقي وزير ووئيل د سيلاب څخه د شوي زيان اندازه لګولې كيږي او د پنجاب حكومت په ډېر محنت سره د سيلابي صورتحال مخ نيوې كړے٬ د (ن)ليګ او پيپلز پارټۍ ترمينځه د بيانات په تبادله اعظم نذير تارړ ووئېل په سياست كښې نرمي ګرمي وي٬دا وخت موسم ګرم دے٬خو يخني راتلونكې ده۔ده ووئيل كه زما په خبرو د چا زړه ازار شوے وي نو د سياسي كاركن په توګه زه په هغې خفه يم۔اعظم نذير تارړ ووئېل صدر آصف علي زرداري بزرګ سياستمدار دے٬هغه به د صلحې كار كردار ادا كوي۔د پيپلز پاړټي د سينيټ غړو په واك آؤټ غبرګون كښې ده ووئيل اپوزېشن دې خوشحالۍ نه كوي٬مونږ به هڅه كوو چې دوستان پخلا كولو سره بيرته راولو۔ده ووئيل صدر مملكت آصف علي زرداري خپل آئيني كردار ادا كړے٬د چا زړه ازارول پكار نه دي او د اوبو تقسيم د انډس ريورټ لوظ نامې له مخې كيږي۔










