د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي سره د برتانيې پارليماني غړي لارډ شفق محمد ملاقات٬په پاك برتانيه اړيكو او د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه

اسلام آباد 06 اکتوبر (اے پي پي)د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي سره د برتانيې د پارليمان غړي لارډ شفق محمد ملاقات كړے چې پكښې د پاك برتانيې په اړيكو او د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي په دې موقع خپلو خبرو كښې ووئيل پاكستان برتانيې سره پخوانو اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري٬برتانيه كښې موجود پاكستانيان ګڼ اړخيزه …

اسلام آباد 06 اکتوبر (اے پي پي)د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي سره د برتانيې د پارليمان غړي لارډ شفق محمد ملاقات كړے چې پكښې د پاك برتانيې په اړيكو او د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي په دې موقع خپلو خبرو كښې ووئيل پاكستان برتانيې سره پخوانو اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري٬برتانيه كښې موجود پاكستانيان ګڼ اړخيزه او د دواړو هېوادونو پرمختګ كښې مهم كردار ادا كوي٬پاكستاني كميونټي د دواړو هېوادونو ترمينځه رابطه كښې د مهم پل په توګه كار كوي۔د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي ووئيل په نړۍ كښې په هر ډول مجرمانه هلو ځلو كښې د ككړو پاكستانيانو فعل د غندنې وړ دے او د دوي بيرته اغستل زمونږ ذمه واري ده خو هغه پاكستانيان نه چا چې خپل شهريت پرېښودے دے۔د برتانيې پارليمان غړي لارډ شفق محمد د دواړو هېوادونو ترمينځه اړيكو قوي كولو كښې د بشپړ كردار ادا كولو باور وركړو۔داخله وفاقي سېكرټري محمد خرم آغا٬د اسلام آباد ډي سي او نور چارواكي هم په دې موقع موجود وو۔

مزید خبریں