د مالي كال په وړومبو دوو مياشتو كښې امریکې ته برآمدات په كلنه توګه 16.47فیصد زيات شول ،درآمدات كښې 13.22فیصد کمے راغلو، د سټیټ بینک،پي بي ایس

اسلام آباد۔6اکتوبر (اے پي پي) پاکستان او د شمالي امریکې هېوادونو تر مينځه دوه اړخيزه تجارت كښې د روان مالي كال په مهال زياتوالے ریکارډ كړے شو، د مالي كال په وړومبو دوو مياشتو كښې د شمالي امریکې هېوادونو ته برآمدات كښې په كلنه بنیاد 16.47فیصد زياتوالے او دغې هېوادونو څخه درآمدات كښې 13.22فیصد کمے راغلو ۔ د سټیټ بینک او پي بي ایس تر مخه د مالي كال په …

اسلام آباد۔6اکتوبر (اے پي پي) پاکستان او د شمالي امریکې هېوادونو تر مينځه دوه اړخيزه تجارت كښې د روان مالي كال په مهال زياتوالے ریکارډ كړے شو، د مالي كال په وړومبو دوو مياشتو كښې د شمالي امریکې هېوادونو ته برآمدات كښې په كلنه بنیاد 16.47فیصد زياتوالے او دغې هېوادونو څخه درآمدات كښې 13.22فیصد کمے راغلو ۔ د سټیټ بینک او پي بي ایس تر مخه د مالي كال په وړومبو دوو مياشتو كښې امریکا، کاناډا او د شمالي امریکې نورو هېوادونو ته برآمدات 1.181ارب ډالرریکارډ كړے شول كوم چې د تېر مالي كال د دې مودې په مقابل كښې 16.47فیصد زیات دي ، د تېر مالي كال په وړومبو دوو مياشتو كښې د شمالي امریکې هېوادونو ته د برآمدات نه هېواد ته د 1.014ارب ډالر زرمبادله تر لاسه شوې وه ۔ په اګست 2025 كښې د شمالي امریکې هېوادونو ته د پاکستان برآمدات حجم 528.51ملین ډالرریکارډ کړے شو كوم چې په جولائي كښې 653.42ملین ډالر وو په تېر اګست كښې 505.91ملین ډالر وو ۔ دغسې مالي كال 2025 كښې د شمالي امریکې نورو هېوادونو ته د پاکستان مجموعي برآمدات 6.415 ارب ډالرریکارډ كړے شوي وؤ ۔

مزید خبریں