وزيراعظم شهباز شريف د ماليزيا خپل همڅنګ انور ابراهيم سره وليدل٬ دواړو مشرانو د دوه اړخيزه مرستې لا قوي كولو لپاره د شريك عزم تجديد وكړو

پترا جايا 06 اکتوبر (اے پي پي) د پاکستان او ماليزيا وزيراعظمانو په دوه اړخيزه مرسته كښې په پرله پسې پېشرفت د اطمينان څرګندونې كولو سره اقتصادي او تجارتي اړيكو لا قوي كولو او د مرستې زياتولو لپاره د نوو لارو لټولو ته په ګډه د كار روانه ساتلوته اتفاق كړے دے۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف څوك چې دا مهال …

پترا جايا 06 اکتوبر (اے پي پي) د پاکستان او ماليزيا وزيراعظمانو په دوه اړخيزه مرسته كښې په پرله پسې پېشرفت د اطمينان څرګندونې كولو سره اقتصادي او تجارتي اړيكو لا قوي كولو او د مرستې زياتولو لپاره د نوو لارو لټولو ته په ګډه د كار روانه ساتلوته اتفاق كړے دے۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف څوك چې دا مهال د ماليزيا په سركاري دوره دے٬ د ګل په ورځ د ماليزيا وزيراعظم داتو سري انور ابراهيم سره ليدلي٬ پردانا پترا ته په راتګ د وزيراعظم په اعزاز كښې د هركلي كښې سرکاري دستوره وشوه او د دغې نه وروستو د دواړو مشرانو ترمېنځه ملاقات وشو٬ د دې نه وروستو دواړو مشرانو د پلاويو په كچه ملاقات كښې د خپل خپل پلاوي مشري وكړه۔ وزيراعظم د دورې په مهال په تود هركلي او مېلمستيا د ماليزيا د وزيراعظم مننه وكړه٬ د خپل تعميري او ګټور ملاقات په مهال دواړو مشرانو په اكتوبر كال 2025 كښې د ماليزيا وزيراعظم د پاکستان دورې نه وروستو په دوه اړخيزه مرسته كښې په پرله پسې پېشرفت د اطمينان څرګندونې كولو سره دوه اړخيزه اړيكې په خاص توګه اقتصادي او تجارتي اړيكې د لا قوي كولو پشمول په ټولو اړخونو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ دواړو مشرانو د پاکستان او ماليزيا د دوه اړخيزه اړيكو لا قوي كولو لپاره د مشتركه عزم تجديد وكړو۔ دوي انفارميشن ټيکنالوجي او ټيلي کميونيکيشن، حلال انډسټري، آټوموټو، کنيکټيوټي، ګرين انرجي، اليکټريکل او اليکټرانك مينوفيکچرنګ، سېلګرۍ، اعليٰ تعليم، موسمياتي بدلون او د زراعت په څېر څانګو كښې سرمايه کاري او د مشترکه منصوبو پشمول د مرستې نوو لارو لټولو لپاره په ګډه كار روانه ساتلو ته هم اتفاق وكړو ٬ دواړو ډلو د پاکستان نه ماليزيا ته د حلالې غوښې د برآمدات کوټه 200 ملين امريکائي ډالرو ته رسولو ته هم سلاح يوه كړه ٬ دواړو پاکستان څخه ماليزيا ته د وريژو په زيات برامدات د اطمينان څرګندونه وكړه كومه چې د مقرر شوې كوټه څخه هم زياته شوې ده۔ دواړو مشرانو د مېنځني ختيز د صورتحال پشمول د شريكې خوښې په مهم سيمه ايز او نړيوال پيشرفت هم د خيالاتو څرګندونه وكړه٬ د ماليزيا وزيراعظم د فلسطين شخړې حل او امن لپاره د پاکستان د تعميري کردار پشمول د ډونلډ ټرمپ د اوسنو اقداماتو ستائنه وكړه۔ دوي د ملګرو ملتونو او د اسلامي مرستې تنظيم پشمول په ګڼ اړخيزه فورمز د پاکستان او ماليزيا ترمېنځه د مرستې زياتولو په اهميت هم زور رواړو۔ وزيراعظم شهباز شريف د جموں و کشمير شخړې سېپځلې حل لپاره د پاکستان د عزم پخلے وكړو او دا مسئله د ملګرو ملتونو د اړوند قراردادونو له مخې حل كولو لپاره يې د ماليزيا د ملاتړ ستائنه وكړه٬ دواړو مشرانو د پاکستان۔آسيان اړيكو په قوي كولو هم غور وكړو۔ په دې موقع وزيراعظم شهباز شريف د ماليزيا وزيراعظم ته د آسيان په مشرۍ سنبھالولو مباركي وركولو سره د وزيراعظم انور ابراهيم د آسيان د ډائيلاګ پارټنر جوړېدو په اړه پاكستان لپاره د ماليزيا د ملاتړ په توثيق مننه وكړه۔ دواړو مشرانو د پاکستان او ماليزيا ترمېنځه په بېلا بېلو څانګو كښې د مفاهمتي ياددښتونو د تبادلې په دستوره كښيې هم ګډون وكړو٬ پاکستان او د ماليزيا ترمېنځه د سفارتکارو د تربيې، سېلګرۍ٬ حلال سرټيفيکيشن، اعليٰ تعليم، د کرپشن او بدعنواني مخنېوې او خاتمې او د وړوكي او مېنځنۍ درجې كاروبار ودې له په مفاهمتي ياددښتونو هم لاسليك وشول۔ په دې موقع د ماليزيا وزيراعظم لخوا د وزيراعظم شهباز شريف او د ده د پلاوي په درناوي كښې د ماسپخين مېملستيا هم وركړه۔

مزید خبریں