د پاكستان او ملائېشيا ترمينځه قوي اړيكې په تل پاتي شراكتدارۍ د بدلولو خوښي لرو۔وزيراعظم محمد شهباز شريف د”پاكستان ملائېشيا بزنس اينډ انويسټمنټ”كنفرنس ته خطاب

كوالالمپور 06 اکتوبر (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف وئېلي دي د پاكستان او ملائېشيا ترمينځه قوي اړيكې په تل پاتي شراكتدارۍ د بدلولو خوښي لرو٬كاروباري روابط د دواړو هېوادونو په ګټه دي٬بېلو څانګو كښې به مرستې ته وده وركول وي٬نجي څانګې په دې لړ كښې مهم كردار ادا كولې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ"پاكستان ملائېشيا بزنس اينډ انويسټمنټ"كنفرنس ته خطاب كولو په مهال كړې۔په دې …

كوالالمپور 06 اکتوبر (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف وئېلي دي د پاكستان او ملائېشيا ترمينځه قوي اړيكې په تل پاتي شراكتدارۍ د بدلولو خوښي لرو٬كاروباري روابط د دواړو هېوادونو په ګټه دي٬بېلو څانګو كښې به مرستې ته وده وركول وي٬نجي څانګې په دې لړ كښې مهم كردار ادا كولې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ”پاكستان ملائېشيا بزنس اينډ انويسټمنټ”كنفرنس ته خطاب كولو په مهال كړې۔په دې موقع د ملائېشيا وزيراعظم انور ابراهيم هم موجود ؤ ۔وزيراعظم ووئيل د پاكستان او ملائېشيا ترمينځه قوي او د ورورولۍ اړيكې موجود دي كومې چې په لسيزو اډانه دي٬وزيراعظم انور ابراهيم سره ډېرې تعميري خبرې شوي چې پكښې د پاكستان او ملائېشيا ترمينځه كاروباري اړيكو ته ودې وركولو ته اتفاق وشو٬دغسې انور ابراهيم د دواړو هېوادونو ترمينځه د كاروباري اړيكو لا زياتولو له خوښي لري۔ده ووئيل د پاكستان د معيشت بنياد په كر كېله دے٬پاكستان د ملائېشيا پشمول ځينو هېوادونو ته زرعي مصنوعات برآمد كوي٬ د پاكستان ډېره آبادي په ځوانانو مشتمل ده كومه چې د جديد ټېكنالوجۍ ٬مصنوعي ذهانت په موقعو وركولو سره ګټوره جوړولې شي۔ده ووئيل پاكستان كښې د سېلګرۍ په څانګه كښې بې شمېره موقعې موجود دي٬ګلګت بلتستان٬هنزه٬نانګا پربت او كے ټو پشمول د پاكستان نور د سيلګرۍ ځايونه د نړۍ لپاره زړه راښكونكې دي٬ د پاكستان او ملائېشيا كمپنيو له د سېلګرۍ ودې لپاره د همكاريو موقعو څخه استفاده كول پكار ده ٬د پاكستان او ملائېشيا ترمينځه سېلګرۍ كښې مرسته به ګيم چينجر ثابت شي۔وزيراعظم ووئيل پاكستان او ملائېشيا په ګډه خليجي هېوادونو ته افرادي قوت وركولې شي٬په دې لړ كښې جوائنټ وينچرز كېدے شي۔وزيراعظم ګډون كوونكو ته ووئيل د پاكستان معيشت سم پلو روان شوے ٬ګرانۍ او پالېسي ريټ كښې ځانګړے كمے راغلے ٬راتلونكو دوو كلونو كښې به د آئي ايم اېف پروګرامونو ضرورت پاتې نه شي٬ ده ووئېل كه پاكستان او ملائېشيا په ګډه مخ په وړاندې لاړ شي نو آئي ايم اېف ته په مخه ښه وئېلې شوو۔وزيراعظم د انور ابراهيم دور انديش قيادت ستائېلو سره ووئېل د هغه په مشرۍ كښې ملائېشيا ځانګړے پرمختګ كړے ٬هغه په كاروبار پوهېږي او د دواړو هېوادونو كاروباري اړيكو كښې ځانګړې كردار ادا كولې شي۔وزيراعظم ووئيل د پاكستان او ملائېشيا ترمينځه قوي اړيكې په تل پاتي شراكتدارۍ د بدلولو خواهش لرو٬كاروباري روابط د دواړو هېوادونو په ګټه دي٬بېلو څانګو كښې به مرستې ته وده وركول وي٬ ده ووئېل د دواړو هېوادونو ترمينځه آئي ټي٬اليكټرانكس٬تيل او ګاز وغېره پشمول نورو څانګو كښې د مرستې موقعې موجود دي۔وزيراعظم شهباز شريف ووئيل پاكستان د پائيو او پومبې پیداوار په لحاظ سره د نړۍ پنځم لويې او د آم پېداوار په لحاظ سره د نړۍ څلورم لويې هېواد دے٬د پاكستان آم د اعلٰی معيار دے٬د پاكستان د ميوو او سبزو او دغې څخه د جوړو څيزونو په نړيوال ماركيټ كښې ډېر طلب رامخې ته كېدے شي۔ده د لائيو سټاك مهمې څانګې ذكر كولو سره د وزيراعظم انور ابراهيم د پاكستان څخه ملائېشيا لپاره د حلالې غوښې كوټه تر 200 ملين ډالرو په زياتولو مننه وكړه او وې وئېل پاكستان به په دې اړه خپله وعده پوره كوي۔وزيراعظم ووئېل حكومت په هېواد كښې كاروبار لپاره سازګار ماحول وركوي٬بلوچستان كښې د ريكوډك پشمول د معدنيات په څانګه كښې د سرمايه كارۍ زړه راښكونكو موقعو څخه د ملائېشيا هنرمند افرادي قوت له استفاده كول پكار ده ٬ملائېشيا كمپنۍ د پاكستان د لارې د خليجي هېوادونو تر منډيانو هم رسنه ترلاسه كولې شي۔ ده ووئيل د پاكستان او ملائېشيا ترمينځه كاروباري روابط د دواړو هېوادونو په ګټه دي۔په دې موقع د ملائېشيا وزيراعظم انور ابراهيم ووئيل پاكستان سره د تجارتي اړيكو زياتولو خوښي لرو٬د آسيان پليټ فارم له مخې معاشي پرمختګ ترلاسه كېدے شي٬د تجارت ودې څخه منطقه معاشي آزادي ترلاسه كولې شي٬وخت سره سره د آسيان غړو هېوادونو كښې د زياتوالي خوښي لرو۔۔هغه ووئيل د پاكستان او ملائېشيا ترمينځه پراخه موخې موجود دي٬مونږ له به د كاروباري ادارو ترمينځه روابط او مرسته زياتول وي٬پاكستانو كمپنو لپاره ملائېشيا كښې د تجارت دروازې پرانستې دي۔هغه ووئيل ملائېشيا په زرګونو زده كوونكي پاكستان كښې زده كړې كوي۔هغه د پاكستان باني قائداعظم محمد علي جناح وژن ستائېلو سره ووئيل هغه يو لويې لارښود ؤ ۔هغه ووئيل دوه اړخيزه تجارت كښې به موجود خنډان د پاكستان هم څنګ سره په ګډه لرې كړو٬دوه اړخيزه اړيكو كښې د اضافې بنيادي سبب د معاشي پرمختګ حصول دے۔هغه ووئيل د خپل هېواد په پرمختګ كښې د وزيراعظم محمد شهباز شريف وژن مهم كردار ادا كړے٬پاكستان كښې به د سرمايه كارۍ لپاره بشپړ اقدامات كوو۔

مزید خبریں