د پاكستان او ماليزيا ترمېنځه په بېلا بېلو څانګو كښې مرستې زياتولو لپاره د لوظنامو او اېم او يوز لاسليك

پتراجايا 06 اكتوبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د ماليزيا وزيراعظم د پاكستان نه د 20 كروړه ډالرو د حلالې غوښې درامد كولو د پرېكړې هركلي كولو سره ووئيل انفارميشن ټيكنالوجي، مصنوعي زېركتيا او د اقتصادي ترقۍ په نورو څانګو كښې د ماليزيا د پراخه تجربو څخه استفاده كول او د مشتركه منصوبو په پېل كولو كښې خوښي لرو، د پاكستان او ماليزيا ترمېنځه د لوړو زده كړو، سېلګرۍ، …

پتراجايا 06 اكتوبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د ماليزيا وزيراعظم د پاكستان نه د 20 كروړه ډالرو د حلالې غوښې درامد كولو د پرېكړې هركلي كولو سره ووئيل انفارميشن ټيكنالوجي، مصنوعي زېركتيا او د اقتصادي ترقۍ په نورو څانګو كښې د ماليزيا د پراخه تجربو څخه استفاده كول او د مشتركه منصوبو په پېل كولو كښې خوښي لرو، د پاكستان او ماليزيا ترمېنځه د لوړو زده كړو، سېلګرۍ، حلال سرټيفيكيشن، د بدعنواني مخنيوي او د كوچنۍ او مېځنۍ درجې كاروبارو د پرمختګ په څانګو كښې د دوه اړخيزه مرستې ودې لپاره د لوظنامو او د مفاهمت په ياددښتونو لاسليك وشو او د ماليزيا وزيراعظم انور ابراهيم په نيمه اوچه كښې پاك او هند كښې امن منطقې لپاره د اهميت وړ ګرځولو سره ووئيل د ترهګرۍ مخحيوي لپاره به مشتركه هڅې كولې شي٬ د فلسطين او غزه په معامله د پاكستان د موقف ستائنه كوو، د ګډې موقف به تل پاتې امن لپاره مرستياله وګرځي۔ د ګل په ورځ د پاكستان او ماليزيا ترمېنځه په بېلا بېلو څانګو كښې د دوه اړخيزه مرستې په لوظنامو او د مفاهمت په ياددښتونو د لاسليك نه وروستو د ماليزيا خپل همڅنګ انور ابراهيم سره د ګډې پرېس كفنرنس ته خپلې وېنا كښې وزيراعظم شهباز شريف ماليزيا خپل دوېم كور ګرځولو سره ووئيل د پاكستان اولس او د خپل پلاوي لخوا په تود هركلي د ورور هېواد ماليزيا د وزيراعظم مننه كوٶ۔ ده ووئيل دا زما د ماليزيا دوېمه دوره ده خو داسې محسوسېږي چې زه وروڼو او خپلو خلقو سره ملاوېږم او مونږ د مودو راهېسې يو بل پېژنو ٬ دې څخه د اخلاص او د رښتنې رشتۍ عكاسي كېږي۔ وزيراعظم د ماليزيا خپل همڅنګ انور ابراهيم مخاطب كولو سره ووئيل تاسو د عظيمو خوبيانو لرونكے څښتن يې ٬ ستاسو مدني وژن ستاسو د قائدانه صلاحتونو څرګندونه ده، تاسو د خپل سياسي كېريئر په مهال د حوصلې٬ زغم او همت نه كار اغستے، ماليزيا ستاسو په بصيرت لرونكې قيادت كښې په منطقه او نړۍ كښې مثالي ترقي كوي، د مالزيا په پرمختللي هېواد جوړېدو كښې د انور ابراهيم كردار ډېر مهم دے۔ وزيراعظم ووئيل زمونږه ډېرې ګټورې او تعميري خبرې شوي او مونږ په دوه اړخيزه اړيكو او نړيوالو چارو د خيالاتو څرګندونه كړې او زه په دې خبره ډېر خوشحاله يم چې په ټولو مهمو معاملو زمونږ حيالات يو ډول دي۔ وزيراعظم شهباز شريف د ماليزيا وزيراعظم د كتاب “سكرپټ” ستائنې كولو سره ووئيل مونږ د وزيراعظم انور ابراهيم د كتاب “سكرپټ” مخ كتنه كړې ٬ دا كتاب به د كوالالمپور، اسلام آباد، پېښور٬ لاهور، كراچي او كوئټه ترمېنځه د پل كردار ولوبوي٬ “سكرپټ” د دوي د مدني وژن د لارښودنې فريم ورك دے ، دا د پائيدارۍ، د سريك احترام، جديديت، تحقيق او ترقۍ، خوشحالۍ شريك وژن دے٬ دا كتاب به موجود او راتلونكي كول پاره ګټور ثابت شي۔ وزيراعظم ووئيل د ماليزيا او پاكستان كاروباريانو ترمېنځه هم ملاقاتونه روان دي٬ زه لاس په دعا يم چې عظيم هېواد ماليزيا دغسې خوشحاله اوسي او پرمختګ كوي٬ پاكستان به د ماليزيا په شراكتدارۍ د ترقۍ او خوشحالۍ سفر ترسره كوي۔ ده ووئيل پاكستان ته لوي څښتن بلها معدني او قدرتي وسائل، اوبه، سمندر، غرونه، د ښېرازه زمكې په څېر نعمتونه وركړي دي او مونږ د مخ په وړاندې تګ عزم لرو۔ د ماليزيا وزيراعظم انور ابراهيم پاكستان څخه د حلالې غوښې درآمد لپاره د 20 كروړه ډالرو كوټه مختص كولو اعلان سره ووئيل د دواړو هېوادونو ترمېنځه دفاع، توان، ګرين ټيكنالوجي او په نورو څانګو كښې دوه اړخيزه مرستې ته ودې وركولو له خوښي لرو٬ د پاكستان د پروفيشنلز او وركرز د خدمات ستائنه كوٶ٬ د پاكستان زده كوٶنكي زمونږ په پوهنتونونو كښې زده كړې كوي٬ پاكستان څخه د ورېژو او غوښې په درامد كښې به مونږ اسانۍ وركوٶ او په دې لړ كښې چې څه ضروري وي ھغه به كوٶ۔ د دې نه وړاندې د پاكستان او ماليزيا ترمېنځه د اعلي تعليم، سېلګرۍ، حلال سرټيفكيشن، د بدعنوانۍ مخنيوي او د كوچنۍ او مېنځنۍ درجې كاروبار ودې له د مرستې په لوظنامو او د تفاهم په ياددښتګونو لاسليكونه وشول۔ وزيراعظم شهباز شريف او د ماليزيا وزيراعظم انور ابراهيم هم په دې موقع موجود وو۔

مزید خبریں