په لندن كښې د مېشته پاكستانيانو په محنت د هېواد تشخص ښه شوے۔د سينيټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني

اسلام آباد 06 اکتوبر (اے پي پي)د سينيټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني وئېلي دي په لندن كښې د مېشته پاكستانيانو په محنت د هېواد تشخص نور هم ښه شوے ٬پاكستان او د برتانيې اړيك په ٬شريك احترام او شريكو اقدارو اډانه دي۔د ګل په ورځ د سينيټ سېكرټريټ څخه جاري شوي بيان له مخې سيد يوسف رضا ګېلاني سره په لندن كښې ډپټي ميئر سلائو عاصم رانجها ملاقات وكړو …

اسلام آباد 06 اکتوبر (اے پي پي)د سينيټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني وئېلي دي په لندن كښې د مېشته پاكستانيانو په محنت د هېواد تشخص نور هم ښه شوے ٬پاكستان او د برتانيې اړيك په ٬شريك احترام او شريكو اقدارو اډانه دي۔د ګل په ورځ د سينيټ سېكرټريټ څخه جاري شوي بيان له مخې سيد يوسف رضا ګېلاني سره په لندن كښې ډپټي ميئر سلائو عاصم رانجها ملاقات وكړو چې پكښې بيرسټر اصغر رانجها هم شريك و۔د سينيټ چيئرمېن د عاصم رانجها پاكستاني كميونۍ لپاره خذمات وستائېل۔سيد يوسف رضا ګېلاني ووئيل بهر هېوادونو كښې پاكستانيان زمونږ حقيقي اتلان دي٬ پاكستانيان برتانيه كښې خيرسګالۍ او مرستې ته وده وركوي۔ده ووئيل په لندن كښې د مېشته پاكستانيانو په محنت د هېواد تشخص نور هم ښه شوے٬ پاكستان او د برتانيې اړيكې٬ په شريك احترام او شريكو اقدارو اډانه دي٬پاكستان د پارليماني روابطو ٬تجارت٬تعليم او كميونټۍ ډوېلپمنټ كښې مرستې زياتولو له خوښي لري۔سيد يوسف رضا كېلاني بار باډوس كښې په 68م كامن ويلتھ پارليماني كنفرنس كښې ګډون لپاره په سركاري دوره دے۔د سينيټ چيئرمين په لندن كښې پاتي كېدو د په مهال د كميونټۍ لارښودو سره د ملاقاتونو لړۍ روانه ده۔ډپټي ميئر عاصم رانجها سينيټ چيئرمېن سره په ملاقات كولو د هغه مننه وكړه۔دغسې عاصم رانجها برتانيه كښې د پاكستان كميونټۍ او د كوربه ټولنې د اړيكو قوي كولو له د عزم څرګندونه وكړه

مزید خبریں