د پاكستان اولس د قطر مشرتابه او اولس ته د زړه نه احترام لري۔انجينئر امير مقام

دوحه 06 اکتوبر (اے پي پي)د كشمير٬ګلګت بلتستان او سفيران چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام د پاكستان او قطر د پخوانو او د ورورولۍ اړيكې اسره د شريك پرمختګ عزم پخلي سره وئېلي دي د پاكستان اولس د قطر مشرتابه او اولس ته د زړه نه احترام لري٬زمونږ اړيكې په شريكو اقدارو٬ايمان او شريك پرمختګ اډانه دي۔جاري شوي بيان له مخې وفاقي وزير انجينئر امير مقام په درناوي كښې …

دوحه 06 اکتوبر (اے پي پي)د كشمير٬ګلګت بلتستان او سفيران چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام د پاكستان او قطر د پخوانو او د ورورولۍ اړيكې اسره د شريك پرمختګ عزم پخلي سره وئېلي دي د پاكستان اولس د قطر مشرتابه او اولس ته د زړه نه احترام لري٬زمونږ اړيكې په شريكو اقدارو٬ايمان او شريك پرمختګ اډانه دي۔جاري شوي بيان له مخې وفاقي وزير انجينئر امير مقام په درناوي كښې د شاهي كورنۍ سره تعلق لرونكې د قطر پخواني د ماحوليات او موسمياتي بدلون وزير شيخ الفلاح بن ناصر دوحه كښې د ماسخوتن مېلمستيا وركړه ۔انجينئر امير مقام په كوربتوب د هغه مننه وكړه او د پاكستان او قطر د پخوانو او د ورورولۍ سريكو اړيكو پرمختګ له يې د عزم پخلے وكړو۔ده د توان٬انفراسټركچر٬سېلګرۍ او افرادي قوت پرمختګ غوندې څانګو كښې د مرستې بلها صلاحيت رامخې ته كړو ۔ده ووئيل د پاكستان اولس د قطر مشرتابه او اولس د زړه نه احترام كوي٬زمونږ اړيكې په شريكو اقدارو٬ايمان او د شريك پرمختګ په عزم اډانه دي۔د قطر پخواني وزير د قطر په پرمختګ كښې د پاكستان كميونټۍ كردار وستائېلو او په منطقه كښې د امن٬معاشي مرستې او بشري پرمختګ ته ودې وركولو لپاره لپاره يې د شاهي كورنۍ د مستقل ملاتړ پخلے وكړو۔هغه په قطر د اسرائيل بريد نه پس د پاكستان د سمدستي او سخت غبرګون ستائنه وكړه۔هغه هند سره د اوسني جنګ په مهال د پاكستان بريا هم وستائېله۔هغه د وزيراعظم محمد شهباز شريف او فيلډ مارشل عاصم منير عظيم قيادت او د جنګ په مهال د پرېكنده ځواب وركولو هم ستائنه وكړه۔هغه ووئيل د پاكستان په جنګ بريا سره د ټولې اسلامي نړۍ سر هسك شو۔

مزید خبریں