26 جون نه تر اوسه سېلاب ځپليو سيمو كښې 2 لکهه څخه زياتو كورونو ته٩ زيان رسيدلې۔اين ډي اېم اے

اسلام آباد 05 اکتوبر (اے پي پي) نېشنل ډيزاسټر مينجمنټ اتھارټي (اين ډي اېم اے) تازه شميرې له مخې 26 جون نه تر اوسه سېلاب ځپليو سيمو كښې 2 لکهه 29 زره 763 كورونو ته زيان رسيدلې دے،چې پكښې 59,258 كورونه په بشپړه توګه تباه شوې دغسې 170,505 په جزوي توګه ځپلې شوي او 22,841 څاوري مړه شوې دي۔د اتوار په ورځ جاري شوې شميرې له مخې پنجاب كښې اوسني …

اسلام آباد 05 اکتوبر (اے پي پي) نېشنل ډيزاسټر مينجمنټ اتھارټي (اين ډي اېم اے) تازه شميرې له مخې 26 جون نه تر اوسه سېلاب ځپليو سيمو كښې 2 لکهه 29 زره 763 كورونو ته زيان رسيدلې دے،چې پكښې 59,258 كورونه په بشپړه توګه تباه شوې دغسې 170,505 په جزوي توګه ځپلې شوي او 22,841 څاوري مړه شوې دي۔د اتوار په ورځ جاري شوې شميرې له مخې پنجاب كښې اوسني سېلاب له امله په مجموعي توګه 213,097 كورونه متاثره شوې،چې پكښې 55,134 كورونه په بشپړه توګه او 157,963 په جزوي توګه زيان رسيدلې۔دې نه علاوه سېلاب ځپليو ضلعو كښې 3,992 څاروي مړه شوې دي۔خېبر پښتونخوا كښې سېلاب له امله په مجموعي توګه 3,222 كورونه ځپلې شوي،چې پكښې 701 كورونه په بشپړه توګه تباه او 2,521 په جزوي توګه ځپلې شوي دغسې د صوبے سېلاب ځپليو سيمو كښې 5,467 څاروي هم مړه شوې دي۔دغسې په سندھ كښې د سېلاب له امله 3,332 كورونه متاثره شوې،چې پكښې 224 كورونه په بشپړه توګه تباه او 3,108 په جزوي توګه متاثره شوې دغسې 577 څاوري هم مړه شوې دي۔بلوچستان كښې د سېلاب له امله 6,370 كورونه متاثره شوې ۔2,080 په بشپړه توګه او 4,290 جزوي توګه متاثره شوې دغسې صوبه كښې 4,585 څاروي هم مړه شوې دي۔ګلګت بلتستان كښې سېلاب له امله په مجموعي توګه ل1,260 كورونه متاثره شوې،چې پكښې 779 كورونه په بشپړه توګه تباه شوې او 481 په جزوي توګه متاثره شوې دغسې 7,981 څاروي هم مړه شوې دي۔

مزید خبریں