اسلام آباد 05 اکتوبر (اے پي پي) موسميات محکمه د ګل په ورځ 06 اکتوبر په مهال د باران له امله دير، سوات، شانګله، بونير، کوهستان، مانسهره، ايبټ آباد، چارسده، نوښار، صوابۍ، مردان، مري، ګليات، اسلام آباد/پينډۍ او کشمير ځائې نالو كښې د سېلاب خطره ده۔په دې مهال د سيلۍ او باران له امله د ژوند روزمره معمولات متاثره كيدو، کمزور انفراسټرکچر (کچه كورونو /ديوالونو ، بجلۍ ستنو ، بل …
د موسمياتو محکمې د ګل په ورځ 06 اکتوبر په مهال د باران پيشنګوئي كړې

مزید خبریں
اسلام آباد 05 اکتوبر (اے پي پي) موسميات محکمه د ګل په ورځ 06 اکتوبر په مهال د باران له امله دير، سوات، شانګله، بونير، کوهستان، مانسهره، ايبټ آباد، چارسده، نوښار، صوابۍ، مردان، مري، ګليات، اسلام آباد/پينډۍ او کشمير ځائې نالو كښې د سېلاب خطره ده۔په دې مهال د سيلۍ او باران له امله د ژوند روزمره معمولات متاثره كيدو، کمزور انفراسټرکچر (کچه كورونو /ديوالونو ، بجلۍ ستنو ، بل بورډز، ګاړو ، سولر پينل وغيره) ته د زيان رسيدو اندېښنه ده،مسافر او سېلګري دې د مزل په مهال محتاط پاتې شي او موسمي حالاتو له مخې دې د خپل مزل انتظام وكړي۔د موسمياتو محکمې له مخې د راروانو 24 ساعتونو په مهال خېبر پښتونخوا، کشمير، ګلګت بلتستان، اسلام آباد، پنجاب كښې د باران امکان دے۔ په دې مهال په ځيني ځايونو د ګلۍ امكان دے۔د هېواد په نورو سيمو كښې به موسم ګرم او خشك وي۔د تيرو 24 ساعتونو په مهال پنجاب، خېبرپښتونخوا ، ګلګت بلتستان او کشمير كښې د سيلۍ سره باران شوې۔د هېواد په نورو سيمو كښې موسم ګرم او خشك وو۔د اتوار په ورځ ريکارډ کړې شوې زيات درجه حرارت : تربت ، سبي ، خير پور او شهيد بينظير آباد كښې 39 ډګري سينټي ګريډ ريکارډ کړې شوي۔










