اسلام آباد 05 اکتوبر (اے پي پي) د کشمیر او ګلګت بلتستان چارو او سیفران وفاقی وزیر انجینئر امیر مقام په حضرت مولانا قاضی نثار احمد د قاتلانه بريد سخته غندنه كولو سره وئيلي چې دا پېښه د سنګين نوعيت ترهه ګري ده، كومه به چې هيڅ صورت كښې زغملے نشي۔جاري شوې بيان له مخې ده ووئيل مولانا قاضی نثار احمد يو دینی او عملی شخصیت او اهل سنت والجماعت …
انجینئر امیر مقام په مولانا قاضی نثار احمد د بريد غندنه وكړه

مزید خبریں
اسلام آباد 05 اکتوبر (اے پي پي) د کشمیر او ګلګت بلتستان چارو او سیفران وفاقی وزیر انجینئر امیر مقام په حضرت مولانا قاضی نثار احمد د قاتلانه بريد سخته غندنه كولو سره وئيلي چې دا پېښه د سنګين نوعيت ترهه ګري ده، كومه به چې هيڅ صورت كښې زغملے نشي۔جاري شوې بيان له مخې ده ووئيل مولانا قاضی نثار احمد يو دینی او عملی شخصیت او اهل سنت والجماعت ګلګت بلتستان او کوهستان امیر دې،په هغه بريد د ټولي سيمې په امن بريد دے۔وفاقی وزیر د ګلګت بلتستان وزیر اعلیٰ ، چیف سیکرټري او آئی جی سره رابطه وكړه او په سمدستي توګه ئې رپورټ غوښتلو سره د پېښې اعلیٰ پائې پلټنو امر كړې او باور ئې وركړې چې ټول وسائل كارولو سره به ډير زر ملزمان نيولو سره قانون سره مخ كړې شي۔ده ووئيل كوم هم كسان چې دې جرم كښې ككړ دي هغه به قانون سره مخ كولې شي۔ده د ګلګت بلتستان اولس، په خاص توګه ځوانانو ته اپیل کړې چې امن په ځائې ساتلو كښې خپل کردار ترسره كړي۔ده د مولانا قاضی نثار احمد او نور ژوبل زر روغتيا له دعا وكړه۔










