وزیراعظم شهباز شریف ماه نور چیمه له د اے لیول په امتحانونو كښې په 24 مضمونونو كښې امتیازی ګریډ سره په كاميابۍ مباركي وركړه

لاهور 05 اکتوبر (اے پي پي) وزیراعظم شهباز شریف ماه نور چیمه له د اے لیول په امتحانونو كښې په 24 مضمونونو كښې امتیازی ګریډ سره په كاميابۍ مباركي وركولو سره وئيلي چې ماه نور چیمه د هېواد او قوم قیمتی اثاثه او ځوانانو لپاره د لارې مشعل دے۔د اتوار په ورځ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې وزیراعظم د تير خالي په ورځ …

لاهور 05 اکتوبر (اے پي پي) وزیراعظم شهباز شریف ماه نور چیمه له د اے لیول په امتحانونو كښې په 24 مضمونونو كښې امتیازی ګریډ سره په كاميابۍ مباركي وركولو سره وئيلي چې ماه نور چیمه د هېواد او قوم قیمتی اثاثه او ځوانانو لپاره د لارې مشعل دے۔د اتوار په ورځ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې وزیراعظم د تير خالي په ورځ د لندن دورې په مهال تعلیمی میدان كښې ورلډ ریکارډ هولډر پاکستانی نژاد زدكونكي ماه نور چیمه سره ملاقات کړې،په دې موقع وزیرِاعظم ماه نور چیمه له د اے لیول په امتحانونو كښې په 24 مضمونونو كښې په انفرادی توګه امتیازی ګریډ سره كاميابي په ترلاسه كولو او ښه کارکردګی په ښودلو مبارکي وركولو سره وئيلي چې ماه نور چیمه د هېواد او قوم قیمتی اثاثه او ځوانانو لپاره د لارې مشعل دے۔ده د ماه نور مور او پلار له هم په دې کامیابۍ مباركي وركړه او ماه نور نورو كاميابو لپاره ئې د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔وزیرِ اعظم ماه نور چیمه له ډلاۍ هم وركړې۔ ماه نور چیمه د وزیر اعظم مننه وكړه او د دې عزم څرګندونه ئې وكړه چې زه به تعلیمی میدان كښې نوري كاميابۍ هم ترلاسه كوم۔

مزید خبریں