اسلام آباد 05 اكتوبر (اے پي پي) صمود فلوټيلا كښې شامل پاكستاني وګړو سلامتيا او زر تر زره راستنيدو لپاره پاكستان د خپلو نړيوالو شراكت دارو سره رابطه كښې دے۔د اتوار په ورځ د خارجه دفتر وياند بيان له مخې يو ملګري اروپائي هېواد سفارتي ذريعو د لارې دا تصديق شوې چې پخوانې سينيټر مشتاق احمد د اسرائيل قابض عسكرو په تحويل كښې دے او هغه محفوظ او خيريت سره …
صمود فلوټيلا كښې شامل پاكستاني وګړو سلامتيا او زر تر زره راستنيدو لپاره پاكستان د خپلو نړيوالو شراكت دارو سره رابطه كښې دے۔د خارجه وزارت وياند

مزید خبریں
اسلام آباد 05 اكتوبر (اے پي پي) صمود فلوټيلا كښې شامل پاكستاني وګړو سلامتيا او زر تر زره راستنيدو لپاره پاكستان د خپلو نړيوالو شراكت دارو سره رابطه كښې دے۔د اتوار په ورځ د خارجه دفتر وياند بيان له مخې يو ملګري اروپائي هېواد سفارتي ذريعو د لارې دا تصديق شوې چې پخوانې سينيټر مشتاق احمد د اسرائيل قابض عسكرو په تحويل كښې دے او هغه محفوظ او خيريت سره دے۔وئيلي شوې چې ځائې قانوني تقاضو له مخې به سينيټر مشتاق عدالت ته وړاندې كولې شي او ډيپورټيشن آرډر جاري كيدو نه پس به د هغه راستنيدل په سمدستي بنيادونو عمل كښې راوستلے شي۔خارجه وزارت دې څخه وړاندې هغه پاكستاني وګړو په حفاظت سره راستنولو كښې هم مرسته كړې وه كوم چې وړاندې د فلوټيلا څخه كوز شوې ؤ،په دې لړ كښې پاكستان د هغه وروڼو هېوادونو مننه كوي كومو چې د وګړو راستنولو كښې مرسته كړي۔د پاكستان حكومت بهر هېوادونو كښې د خپلو ټولو وګړو تحفظ له لوظي دے او هيله لرو چې هېواد ته راستنيدو دا عمل به يو څو ورځو كښې بشپړ شي۔










