تدریس يواځې يوه پیشه نه بلكه د اعلیٰ درجے د انسانیت خدمتِ دے٬ استاذان د علم او اقدار امین وي ٬ استاذان ځوانانو ته رښتيا،انصاف او د ښه كردار لاره ښائي۔ صدرِ مملكت آصف علی زرداری د استاذانو نړيوالي ورځ په موقع پيغام

اسلام آباد 05 اكتوبر (اے پی پی) صدرِ مملكت آصف علی زرداری د استاذانو نړيوالي ورځ په موقع د پاكستان پشمول د ټولي نړۍ استاذانو له مباركي وركولو سره وئيلي چې تدریس يوه مقدس فریضه ده، د كوم څخه چې علم، اخلاق، او سماجی شعور وده مومي۔په دې ورځ مونږ د استاذانو عظیم خدمات، قربانیو او كردار ته پيرزوئنې وړاندې كوو چا چې زمونږ د نسلونو ذهنونه منور كړې دي …

اسلام آباد 05 اكتوبر (اے پی پی) صدرِ مملكت آصف علی زرداری د استاذانو نړيوالي ورځ په موقع د پاكستان پشمول د ټولي نړۍ استاذانو له مباركي وركولو سره وئيلي چې تدریس يوه مقدس فریضه ده، د كوم څخه چې علم، اخلاق، او سماجی شعور وده مومي۔په دې ورځ مونږ د استاذانو عظیم خدمات، قربانیو او كردار ته پيرزوئنې وړاندې كوو چا چې زمونږ د نسلونو ذهنونه منور كړې دي او د ټولني بنیاد ئې قوي كړې ٬ تدریس يواځې يوه پیشه نه بلكه د اعلیٰ درجے د انسانیت خدمتِ دے۔ استاذان د علم او اقدار امین وي كوم چې ځوانانو ته رښتيا ، انصاف، او ښه كردار لاره ښائي۔د استاذانو اثر و رسوخ تر كلاس رومز محدود نه وي بلكه هغوې د ووند بدلولو او ټولني ښه كولو كښې بنیادی كردار ترسره كوي ۔ د ایوان صدر پرېس ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې صدر مملكت آصف علی زرداری د استاذانو نړيوالي ورځ په موقع په خپل پیغام كښې ووئيل د پاكستان استاذانو عمر له قومی تعمیر په عمل كښې د وړومبي صف كردار ترسره كړې۔ مشكل حالات او محدود وسائلو باوجود هغوې د علم رڼا خپرولو كښې بوښت دي۔د هغوې استقامت او عزمِ د وياړ وړ دے كوم چې ځوانان د هېواد پرمختګ او سوكالۍ كښې كردار ترسره كولو جوګه كوي۔ده ووئيل جدید دور كښې د استاذانو كردار وړاندې څخه زيات مهم دے۔تندۍ سره بدليدونكې ټیكنالوجی، معاشی چیلنجونه، او ماحولیاتی بدلونونو په تناظر كښې استاذاند امید او بدلون علمبردار دي۔ده په دې خبره زور راوړو چې استاذانو له جدید تدریسی پوهو ، ډیجیټل ټولز او پیشه وره تربیې وركولو ته اړتيا ده دغسې چې هغوې زدكونكو له نه يواځې علم بلكه جدت، همدردی او تخلیقی سوچ هم وركړي۔ صدر مملكت د دې عزم پخلے وكړو چې حكومتِ پاكستان به د تدریسی څانګې بشپړه سرپرستی روانه ساتي۔ده ټولو استاذانو ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل راځئ چې لوظي وكړو چې مونږ به د خپلو استاذانو احترام او د هغوې سرپرستی روانه ساتو دغسې چې هغوې نوي نسلونو ته علم، دانائی او د پرمختګ لاره وښائي ۔ ده دعا وكړه چې لوے څښتن دې زمونږ په استاذانو خپل رحمت نازل كړي دغسې چې هغوې نظامِ تعلیم نور هم قوي كړي او پاكستان د علم، امن او سوكالۍ پلو روان كړي۔

مزید خبریں